1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مشرف د بياټاکل کېدو له پاره هيڅ خنډ نسته.

۱۳۸۶ آذر ۱, پنجشنبه

د پاکستان ستري محکمې نن ددې له پاره لاره هواره کړه چي د ولسمشر په توګه د پرويز مشرف د بيا ټاکل کېدو له پاره هيڅ خنډ نسته او کوم اعتراضونه چي د مشرف د بيا ټاکل کيدو په هکله سوي وه د پاکستان ستري محکمې رد کړي.

https://p.dw.com/p/DKCR
ستري محکمي ويلي چي په دې سره پرويز مشرف کولای سي چي ددې اونۍ په پای کي د وفادارۍ لوړه وکړي
ستري محکمي ويلي چي په دې سره پرويز مشرف کولای سي چي ددې اونۍ په پای کي د وفادارۍ لوړه وکړيانځور: picture-alliance/ dpa

په دې توګه کومي تاکني، چي د اکتوبر د مياشتي په شپږمه نيټه د ولسمشر پرويز مشرف په اړه سوي قانوني ټاکني بلل کيږي.

ستري محکمي ويلي چي په دې سره پرويز مشرف کولای سي چي ددې اونۍ په پای کي د وفادارۍ لوړه وکړي او مخکي له دې څخه به د پوځ د مشرۍ څخه استعفاوکړي.

د پاکستان مشر پرويز مشرف په هغه هيواد کي د بيړني حالت په اعلامولو سره ددغه هيواد دستري محکمې څخه هغه قاضيان برطرفه کړل، چي دده سره مخالف وه، او دهغوی پر ځای يي داسي قاضيان نومولي چي دده پلويان بلل کيږي.