1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرکزي افريقا ولسمشر د ملي حکومت جوړولو ته تيار دی

۱۳۹۱ دی ۱۱, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17BVv

د مرکزي افريقا جمهوريت ولسمشر ويلي دي چي له ياغيانو سره جوړ جاړي ته تيار دی. هغه دا څرگندوني په داسي حال کي کړي دي چي ياغيان پلازمېني بانگوي ته ور نژدې سوي دي. د افريقايي هيوادونو د ټولني رئيس توماس بونی سانی Thomas Boni Yayi ويلي دي چي ولسمشر فرانسوا بوزیزې François Bozizé دې ته تيار دی چي د ملي اتحاد يو حکومت جوړ سي. د مرکزي افريقا جمهوريت چي پخوا د فرانسې مستعمره وه، فرانسې اوس پکښې د خپلو عسکرو شمېر ۱۸۰ ته لوړ کړی دی. ويل سوي دي چي دغه عسکر به يوازي د فرانسوي اتباعو د ساتنې وظيفه پر غاړه ولري. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د کړکېچ پر ټولو اړخونو ږغ کړی دی، چي له دښمنيو څخه لاس واخلي. په مرکزي افريقايي جمهوريت کي د دسمبر پر ۱۰ نېټه سیلیکا Séléka نومي ډلي بغاوت پېل کړ. دغه ډله پر حکومت تور لگوي چي په ۲۰۰۷ مېلادي کال کي يې د رامنځته سوي سولې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.