1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مذهب په نوم تاوتریخوالي کې ډیروالی راغلې

۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبه

یوې امریکایي شخصي څیړنې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوې لیکلي، چی د ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۰۹م کلونو تر منځ په نړیواله سطحه مذهبي تشدد او د هغي څخه ناوړه چلند وده کړې.چې د دغه تاو تریخوالي زیاتره قربانیان عیسویان او مسلمانان دي.

https://p.dw.com/p/12Drm
انځور: fotolia/guukaa

د «پیو» د څيړنیز مرکز د مذهب او عامه ژوند مرجع وایی: « د دریو کلونو د مطالعې په موده کې یا د دولت له لوري او یا هم په اجتماعي توګه د عیسایانو پر ضد په ۱۳۰ هیوادونو کې (۶۶ سلنه) او د مسلمانانو پر ضد په ۱۱۷ هیوادونو کې (۵۹سلنه) د زورولو پیښې ثبت شوي دي.

د غه رپورټ زیاتوي په ۲۰۰۹م میلادې کال کې د ۱۰۱ هیوادونو حکومتونو چې د ټولې نړۍ د نیمايي څخه زیات دې ، لږ تر لږه د مذهبې ډلو پر خلاف د اقداماتو څخه کار اخیستې. چی یو کال تر مخه ۹۱ هیوادونو دغسې ګامونه پورته کړې وو.

دغه څیړنه کاږي لکه په ۲۰۰۹م کال کې د ۲،۲ میلیارده انسانانو څخه زیات چی تقریبا د نړۍ د نفوس دریمه برخه تشکلیوي په داسې هیوادونو کې ژوند کوې چیرې چې د ۲۰۰۶م کال راهیسې په بینادي توګه په کې مذهبې محدودیتونه ورځ تر بلې ډیریږي.

په سیمه ایزه توګه منځنۍ ختیځ او شمالي افریقا په هغه هیوادونو کي شمیرل کیږي چیرې چې د دولت له لوري بندیزونه لګول او دخلکو د عبادت د مخې د نیول کیدو له امله دغه تناسب تر ټولو لوړ دې.

مصر د حسني مبارک د رژیم پر وخت په ۲۰۰۹م کال کې د ټولو هیوادونو ۵ سلنه جوړوله چی په مذهبي ډلو دولتي بندیزونه لګول شوي وو. چي په هغي د «اخوان المسلمین» پر ضد د اوږدي مودي بندیز او پر عسایانو بریدونه شامل دي.

«پیو» په دغه څیړنیز راپور کې د ۱۸ مختلو سرچینو په شمول د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، ملګرو ملتونو، اروپایی ټولني، او د څو حقوقي ډلو د راپورونو څخه استفاده کړي.

مصر د هغه هیوادونو په لست کی چی د دولت له لوري پر مذهبي ډلو بندیزونه لګول شوي، لمړۍ ځایی لري. تر هغې وروسته ایران، سعودي عربستان، ازبکستان، چین، مالدیو، مالیزیا، مایانمار، اریټرا او اندونیزیا دي.

د هغه هیوادونو په قطار کي چیرې چې مذهب په اجتماعي تاو تریخوالي پوري تړل کیږي عراق په لمړي سر کې ځایی لري. تر هغې وروسته هندوستان، پاکستان، افغانستان، سومالیه، اندونیزیا، نایجریا، بنګله دیش، اسرایل او مصر ځایی لري.

د اروپایی هیوادنو له جملي څخه يو هم په د دغه قطار په لمړينو ۱۰ ځایونو کي ځایی نه لرې، خو د نړۍ د ۱۰ هغه هیوادونو څخه چې په کی په بنیادي توګه دین د اجتماعي تاوتریخوالي په کي وده کړې، په هغې کې د اروپایی هیوادونو له جملې څخه انګلستان، بلغاریه، ډنمارک، روسیه او سویډن شامل دي. او هغه اروپایی هیوادونه چې د دولت له لوري په مذهب د محدودیتونو ډیروالی راغلې فرانسه او صربستان دي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکې: نجیب الله زیارمل