د مدني ټولني استازي په رڼه توگه نه دي ټاکل سوي
۱۳۹۰ آذر ۸, سهشنبهشاوخوا يوه مياشت وړاندي د مدني ټولني يو شمير بنسټونو اعلان وکړ چي د ټاکنو پر بنسټ پريکړه شوې چي د مدني ټولني او بشري حقونو د بنسټونو په استازيتوب به ۳۴کسان په بن په دوهم کنفرانس کي ګډون وکړي .
خو د مدني ټولني د همغږۍ جرګي د غړو په وينا د مدني ټولني په نوم ټاکل شوي کسان په هيڅ صورت کي د مدني ټولنو استازيتوب نه شي کولای.
ددې بنسټ يوه غړي او د بشري حقونو د چاپيريال ساتني اداري مشر عبدالرحمن هوتکي په دي اړوند جوړي شوي غونډي ته د خبرو پر مهال خبرداری ورکړ، چي دوئ به ددغه انحصاري چلند په وړاندي خپلي مبارزي ته دوام ورکړي .
«د افغانستان حکومت، نړيوالو بنسټونو او د بن د غونډي ګډونوالو ته خبرداری ورکوو، چي نه ښايي دغه غيرملي ترکيب د افغانستان له پاره مهمي پريکړي له لاري وباسي او نه ښايي چي د افغانستان د خلکو د هيلو او د ملي ګټو پر خلاف نظرونه يې پر ټولو ليد لورو يو منفي اغيزه وکړي.»
په همدې حال کي ليکوال او ژورناليست او د ويسا ورځپاڼي مسئول مدير زبير شفيقي هم پر دولت نيوکه وکړه چي د بن کنفرانس له پاره نوملړ په سمه او رڼه توګه نه دی برابر شوی.
«په دولت کي ځيني حلقې د مدني ټولني له همغو حلقو سره همکار وو، متاسفانه چي د شخصي تمايلاتو له مخي دغه ټاکني ترسره شوې چي دولت هم دلته منقصر دی.»
دی زياتوي چي د مدني ټولني له خوا نومول شوي کسان د بن په نړيوال کنفرانس کي د ګډون له پاره نه، بلکي ددې کنفرانس په څنډه کي د يوه بل کنفرانس له پاره بلل شوي دي.
خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي، دې نيوکو ته په ځواب کي وويل : حکومت نه غواړي چي د مدني ټولني په چارو کي لاسوهنه وکړي.
هغه له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي زياته کړه: مدني ټولني په خپله خوښه او د ټاکنو له لاري د بن کنفرانس له پاره خپل استازي ورپيژندلي دي.
ټاکل شوې ده چي د شاوخوا ۹۰ هيوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون، د افغانستان په اړه د بن کنفرانس راتلونکې دوشنبې د المان د بن په ښار کي جوړ شي.
ددې کنفرانس څخه دوې ورځي تر مخه په بن کي د افغانستان د مدني ټولو تر منځ يوه غونډه رابلل سوې ده.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل