د مخدره موادو ضد جگړه نوو وسايلو ته اړتيا لري
۱۳۹۱ دی ۳, یکشنبهد چارواکو په خبره اوس مهال دوی د گوتو په شمیر روسۍ څرخۍ الوتکي لري او دنده یې دا ده چې حتی د ملک په ليري پرتو سرحدي او غرنیو سیمو کې هم د کوکنارو کروندې، کاروباریان او تولید ځایونه یې له مینځه یوسي.
د دغه معینت ویاند مهدي کاظمي وايي، چي هغه چورلکې چې دوی يې د مخدره موادو ضد عملیاتو کې کاروي ډیري زړې او ساده دي چې دوی ترینه په اغیزمنه توګه کار نه شي اخیستلای:
«زموږ غوښتنه دا وه چې خپلي چورلکي نوي کړو، شمیره یې لوړه کړو، که موږ سمبال نه شوو د مخدره موادو پر ضد جګړه به همداسي پاته شي او موږ به و نه کړای شو چې د دغه موادو د لویو مافیایي شبکو پر وړاندي عملیات زیات کړو.»
له مخدره موادو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزي معینیت یو شمیر پیلوټانو هم له دویچه ویله سره په خبرو کې د سمو تجهیزاتو له نه شتون څخه سر ټاکوه.
د دغه ځواک یوه پیلوټ تورن عبدالله چې په دې ورستیو کې یې د افغان- تاجک پولو په اوږدو کې له مخدره موادو سره د مبارزې په ګډو عملیاتو کې برخه درلوده وویل، چې دوی په اوسینو ډیرو اپتدایي او زاړه تخنیک سمبال وسایلو وکړای شوای چې د هیروینو د قاچاق یوه شبکه ړنګه کړي.
«د خاصو ځواکونو له پاره چي اوس هوايي لېوا جوړیږي، چي زموږ پیلوټان او قطعه به د هغې په تشکیل کې وي، دا مکمله اماده گي لري چي د شپې او ورځي عملیاو ته چمتو والی لري.»
دا له بهرنیو مرستندویانو د افغان دولت مکرره غوښتنه ده چې د خپلو سرتیرو له بشپړي وتنې دمخه دي ورته د دوی ځواکونه په معیاري وسایلو سمبال کړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي څو ځله پر ناټو او امریکا متحده ایالتونو باندي نیوکه کړې چې د افغان ځواکونو د سمبالښت له پاره یې هغه څه نه دي کړي چې په تیرو لسو کلونو کې یې باید ترسره کړي وای.