د مخدره توکو تجارت، د افغانستان پرمختګ ته ګواښ
۱۳۹۰ تیر ۳۰, پنجشنبهد امریکا د متحده ایالاتو د دفاع د وزارت د مخدره توکو د اجرائیوي مدیریت یو لوړپوړي چارواکي د دغه هیواد د سنا د مجلس د مخدره توکو د کنترول کميټي ته ویلي چي په افغانستان کي د تارياکو کښت کم سوی.
دغه امریکایي چارواکي همدا راز ویلي چي د مخدره توکو د قاچاقو په مخ نیوي کي هم پرمختګ سوی او د دغو توکو سره د مبارزي ځواکونه پیاوړي سوي دي.
خو هغه دا هم ویلي چي په دوامداره توګه د مخداره موادو سوداګرۍ، د اورپکو فعالیت او په پراخه کچه اختلاس، هغه څه دي چي افغانستان یی اوس هم د ګواښ سره مخامخ کړی.
د مخدره توکو پر ضد د مبارزي د نړیوالي ټولني معاون، برین نیکولس، ویلی چي افغانستان کي د مخدره توکو تجارت د دغه هیواد لاس ته راړني تر پوښتني لاندي راوستي:
«په افغانستان کي د مخدره توکو تجارت د دغه هیواد د دولت سیاسي ثبات، اقتصادي پرمختګ، امنیت او د قانون حاکمیت ټول تر پوښتني لاندي راوستلي.»
هغه زیاته کړي چي د امریکا متحده ایالاتو د ګډو کوښښونو سره د مخدره توکيو د تولید او قاچاق مخه نیول سوي او دا به له افغانستان څخه په کامیابه توګه د پوځونو په راویستلو کي مرسته وکړي.
نیکولس دغي کميټی ته په خپلو خبرو کي زیاته کړي چي افغانستان د نړۍ 77 سلنه افیوم تولیدوي خو هغه دا هم ویلي چي د تیرو کلونو په پرتله په افغانستان کي د افیومو په کښت کي کموالی راغلی.
د نیکولس په خبره په 2007 کال کي د افغانستان په 193000 هکتار ځمکي کي افیوم کرل شوي ول چی بیا په 2009 کال کی دغه شمیر 123000 هکتار ته راټیټ شو.
د دغي اداري یو بل چارواکي ویلي چی د ټول افغانستان په کچه د افیوم په کر کي کم والي راغلي.
دغه چارواکي ویلي چي د امریکا متحده ایالات او ملګري یی د مخدره توکو د مبارزي پر ضد د ځواکونو په چمتو کولو کي افغان حکومت سره مرستي کوي.
په 2010 کال کي د افغانستان د مخدره توکو ضد ځواکونو او د امریکا متحده ایالاتو مشاورینو په ګډه سره د 100 څخه ډیرو عملیاتو په ترڅ کی 11 ټنه هیروین نیولي دي.
دغه امریکایي چارواکی همدا راز ویلي چي د ایساف د احصایي له مخي افغان او ایتلافي ځواکونو په 2011 کال کی څلور ټنه هیروین او 43 ټنه افیوم نیولي دي.
اژانسونه / سید ریاض
کتونکي: مسعود جهش