د محصلینو له پاره د نړۍ تر ټولو ښه ښارونه
د پوهنتون نړیوال اعتبار، د محصلینو له پاره امکانات، ارزاني او نور داسې عوامل د دې سبب کیږي چې ځینې ښارونو د محصلینو له پاره په زړه پورې وي.
د QS بریتانیایي شرکت په ۲۰۱۶م کال کې د محصلینو له پاره د تر ټولو په زړه پورې ښارونو نوملړ وړاندي کړی دی.
په دغه نظر سنجي کې پاریس د محصلینو له پاره تر ټولو په زړه پوړې ښار نومول شوی دی. دغه ښار ډیره ګڼه ګوڼه لري او د محصلینو له پاره ډیر فرهنګي او هنري امکانات لري.
د استرالیا ملبورن ښار د ۳۹۸ نومرو په ترلاسه کولو سره دویم ځای خپل کړی دی. ملبورن اووه پوهنتونونه لري او د استرالیا فرهنګي مرکز بلل کیږي.
د جاپان پلازمینې توکیو د ۳۹۱ نومرو په اخیستلو سره دریم ځای خپل کړی دی.
د سیدني ښار چې پنځه پوهنتونونه لري او ۳۸۸ نمرې اخیستې دي، څلورم مقام خپل کړی دی. په دې ښار کې د محصلینو له پاره د کار امکانات ډیر دي او له همدې کبله ډیر محصلین غواړي چې دلته زده کړې وکړي.
لندن د ۳۸۳ نمرو په ترلاسه کولو سره پنځم ځای خپل کړی دی.
سنګاپور ۳۸۰ نمرې اخیستې دي او شپږم یې خپل کړی دی.
مونترال ۳۷۷ نمرې لري او په اووم ځای کې دی. د دې ښار پوهنتونونه په کانادا کې تر ټولو لوړ ځای او په نړۍ کې ۲۴ ځای لري.
هانګانګ ۳۷۳ شمیرې لري او اتم ځای یې خپل کړی دی. په دې ښار کې د لوړو رتبو لرونکو پوهنتونونو شتون د دې سبب شوی دی چې ډیر محصلین هم له هانګانګ سره لیوالتیا پیدا کړي.
برلین ۳۶۹ نمري اخیستې دي او نهم ځای یې خپل کړی دی. برلین درې لویې پوهنتونونه لري او په دې ښار کې د ژوند شرایطو ښه کیدل د دې سبب شوي دي چې ډیر شمیر محصلین له برلین سره لیوالتیا پیدا کړي.
د جنوبي کوریا پلازمینه سول ۳۶۷ نمري ترلاسه کړي دي او په نړۍ کې د محصلینو له پاره ۱۰ تر ټولو غوره ښار دی.
د آلمان مونشن ښار ۳۶۶ نمرې ګټلي دي او په یوولسم ځای کې راغلی دی.
زوریخ ۳۶۵ نمري او دولسم ځای لري.
د کانادا تورنتو او ونکوور او د امریکا متحده ایالاتو بوستون ښار ۳۵۵ نمرې ترلاسه کړي دي او دیارلسم ځای یې خپل کړی دی.
وین ۳۵۴ نمرې لري او په شپاړلسم ځای کې دي. په دې ښار کې په پوهنتونونو کې ثبتیدل ډیر آرزانه دي او د بهرنیو زده کوونکو له پاره د ژوند مصرف هم ټیټ دی.