د «متيو» مرگوني توپان ويجاړی
مرگوني توپان «متيو» څو ورځي د کرابيک او امريکا متحدو ايالاتو جنوبي برخه وځپله او خپلي نخښي ئې پرېښوولې. دغه توپان په سوونو انسانان ووژل او په ميليونونو ئې بې ځايه کړه. انځورونه ئې دلته ليدلای سئ:
بيا رغاونه
د هايتي په ختيځ سواحلو کي تقريباً ولاړ څه پاته نه سول. په دې ډله کي جرمي سیمه چي نااستوراه کورونو ته ئې سخته ضربه ورکړه او له يوه مخه ئې ويجاړ کړل. هايتي څوواري له طبيعي ناورينونو سره مخامخ سوی.
باد او څپې
د درياب څنډي ته جوړسوو کورونو د تندو څپو تاب نه لاره. دغه کورونه تند باد او سترو څپو سخت وځپل. خو د خوشحالۍ خبره دا وه چي اوسېدونکي ئې د توپان له خبري سره سم له کورونو ووتل او خوندي ځايونو ته ځانونه ورسول.
د ښار کليسا
د جرمی ښار کليسا هم تند باد ته ټينگه نه سوه. د دغي کليسا چادري پوښښ باد له بېخه ويست، خو دا چي ودانۍ له پخو خښتو جوړه سوې ويجاړه نه سوه.
تر توپان وروسته حمام
کيوبايانو تر هايتيانو ښه چانس لاره. «متيو» توپان پر کيوبا باندي لږ ارام تير سو. د کيوبا ټاپو په لوېديځ باراکوآ ښار کي تر توپان وروسته خلک حمام ته ولاړل او ځانونه ئې پاک کړل.
پر فلوريدا او کرابيک باندي د باد څرخ
دغه انځور چي ناسا خپور کړی د «متيو» توپان څرخ ښيي. دغه باد په ساعت کي ۱۹۵کيلومتره واټن واهه او د کرابيک او امريکا متحدو ايالاتو د فلوريدا سيمه ئې نيولې وه.
د سحر او جادو ناتواني
«ځه ورک سه» په لاس ليکل سوې هغه تابلو ده چي د فلوريدا اوسېدونکو پر يوې وني باندي ځوړنده کړې وه. خو مرگوني توپان «متيو» بې له دې چي د جادو پام وساتي په بې رحمي سره د امريکا جنوبي ايالتونه سره وځپل.
ستر سېلاب
دغه توپان په خپلو پياوړو ضربو سره د درياب په ساحل کي هر رنگه تفريح گډه وډه کړه. لکه دغو دوو ښځو چي په کوکوآ بيچ پير ساحل کي يوازي څو ثانيې وخت لاره چي خپل ځانونه خوندي ځايونو ته ورسوي.
فلوريدا
د امريکا متحدو ايالاتو د فلوريدا ايالت يوه څنډه د توپان پرمهال.
پر اوبو لوبي
متيو توپان ډېر ويجاړ پېښ کړ. خو د ځينو له پاره ئې بيا د تفريح شيبې جوړي کړې. دغه ځوان پر اوبو باندي لوبي کولې.
تر توپان وروسته
په هايتي کي تر توپان وروسته خلک بيرته د خپلو کورونو او مېنو په جوړولو پيل کړی دئ. دغه ځوان اوس په دې تلاښ کي دئ چي خپل ځان ته يوه سرپناه جوړه کړي.