1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د متصادق د محاکمې په اړه د فليپ تبصره

د پېتر فليپ يوه تبصره۱۳۸۵ دی ۱۹, سه‌شنبه

فليپ، د آلمان غږ د راډيو مشر خبريال ليکي کله چې 32 کلن مراکشی منير المتصادق بيا په پنځه لس کاله بند محکوم شو، نو اوس د آلمان عدليه اداره يو څه وياړېدلی شي چې د 2001 کال د سپتمبر د مياشتې د يولسمې ورځې دگذارونو يو شريک يې په قانوني ډول سره محکوم کړ. له دې نه د زياتې خوشحالۍ ځای هم په دې موضوع کې نه ليدل کېږي.

https://p.dw.com/p/DKKH
منير المتصادق په پنځه لس کاله حبس محکوم شو
منير المتصادق په پنځه لس کاله حبس محکوم شوانځور: AP
له څلورو کلونو څخه زيات وخت وشو چې د متصادق دوسيه په آلمان کې ده او ډول ډول پړاوونه يې وليدل. لومړۍ فيصله پنځه لس کاله بند و او د پروسې د نيمگړتيا له کبله رد شوه، دوهم ځل اووه کاله بند او هغه هم د لږوالي له کبله مات شو او اوس بيا پنځه لس کاله حبس. د متصادق د دعوا وکيل عدلي احکام د خپلې خوښې کار بللی دی او په ظاهره سره داسې ښکاري هم. په دې برخه کې د آلمان د سترې محکمې هغه گواښ صدق کوي چې وايي د تروريزم پر ضد مبارزه نه بايد يوه وحشي او غير منظمه جگړه وي. له دې کبله دا د آلمان عدلي څانگو ته آسانه کار نه و چې متصادق ته هسې په ساده توگه سره جزا ورکړي او يا د هغې محکامې بر خلاف ښکاري د کومې له مخې چې ورته تر محاکمې لاندې نيول شوی يو بل مراکشي عبدالغني مزودي ته برائت ورکړل شو. دواړو په هامبورگ کې تحصيل کړی دی او د سپتمبر د يولسمې نېټې د ترهگرو له ملگرو څخه وو. په دواړو باندې دا تور لگېدلی و چې د هغو ترهگري بريدونو په برابرولو کې يې مرسته کړې وه او يا لږ تر لږه له هغو څخه خبر وو او هېڅ مخالف اقدام اوعمل يې نه و کړی. دا چې اصلا دوی څه رول لوبولای، کولای شوای د ترهگرانو له دې کړۍ څخه درېيم مراکشي رمزي بن الشيبه په ډاگه کړی وای. خو هغه په امريکا کې بندي و او د آلمان عدلي ادارې ورته لاس رسی نه درلود. واشنگټن د امنيتي ملحوظاتو له مخې له آلماني ادارو سره مرسته نه ده کړې. په داسې حال کې چې د ترهگرۍ په صد په نورو هرو برخو کې شريک کار کوي. د تعجب ځای خو دا دی چې امریکايانو بيا د مزودي د آزادولو په برخه کې مرسته وکوله او د بن الشيبه څخه د تحقيق يو داسې سند يې آلمان ته فکس کړ چې د مزودي د برائت په برخه کې يې کمک وکړ. خو متصادق سره د امريکا لخوا دا کمک ونه شو. دا چې هغه ډول تحقيق يا اقرار به څه قيمت يا اهميت ولري، چې د آلمان د عدلي څانگو کوم استازی په کې موجود نه و او د هغه د جريان څخه څوک نه پوهېږي. د گوانتانامو په جيل کې د تحقيق اصول د آلمان له قانون سره مغايرت لري او د آلمان بايد محکمې هغوی ته غوږ ونه نيسي. په هر صورت د متصادق په محاکمې له ټولو کاواکو اړخونو سره سره داسې نښې نښانې موجودې وې چې د ده په زيان تمامې او د محکمې د وروستۍ پرېکړې سبب شي يعنې چې دا ځوان د ترهرگرو د لومړۍ درجې ملگرو څخه و، ده ورسره د پيسو په حواله او يو شمېر نورو داسې څيزونو سره مرسته کړې چې سړی منلی شي دی په مجموع کې خبر و چې يو ترگري گذار چمتو کېدونکی دی. همدلته د خبرتيا او گډ کار تر منځ پوله ډېر ژر اوښتل کېږي.