د مايکل جيکسن په مړينه د هغه ډاکټر تورن سو
۱۳۹۰ آبان ۱۷, سهشنبهد مايکل جيکسن د مړيني په تړاو محکمه، د دوشنبې په ورځ د امريکا د متحده ایالاتو په لاس اينجلس کي تر سره سوه، چي د محکمې ټولو قاضيانو ډاکټر کونراډ مري، د جيکسن د غير ارادي وژني په تور تورن کړ.
د قاضيانو په دغه ډله کي ۷تنه نارينه او ۵تنه ښځينه قاضياني شاملي وې. دغي ډلي تر دوو ورځو غور او فکر وروسته دغه پريکړه اعلان کړه.
جيکسن د ۲۰۰۹ کال د جون په مياشت کي د خوب دوا د زيات استعمال له امله مړ سو.
جيکسن اوږده موده د موسيقۍ په نړۍ کي پاچاهي وکړه، او د هغه د ځينو پلويانو په آند به هيڅکله هم دغه تشه څوک ډکه نه کړي.
د جيکسن مدافع وکيل په خپلو دلايلو کي، کونراډ مري، په ډيري بې پرواهۍ تورن کړی. خو د مري مدافع وکيل بيا ويلي، چي جيکسن په زياته اندازه دغه دوا خپله خوړلې وه.
مري د دوو کلونو راهيسي په ضمانت گرځېدی، خو اوس قاضي امر ورکړی، چي د سزا د اعلانولو تر وخته دي هغه ونيول سي.
کيدای سي مري ته د ۴کلونو بند سزا ورکړل سي او يا کيدای سي دغه سزا څو مياشتي وي.
د محکمې تر فيصلې وروسته ۵۸کلن مري، پوليسو له ځان سره بوتلی. په پام کي ده چي هغه ته به د دغه جرم په اړه سزا د رواني مياشتي په ۲۹مه نېټه واورول سي.
مري ويلي ول، چي جيکسن دغه دوا خپله خوړلې وه. د محکمې د پريکړي پرمهال د جيکسن کورنۍ او د هغه يو شمېر مينه وال هم موجوده وه او د پريکړي په اړه يې خوښي ښوولې.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل