د ماوري قبیلي زرغونه طلا
«گرین سټون» یا زرغونې ډبري له پیړیو راهیسې په وسلو، ابزارو او سینگار کې کارکیږي. دغه گران بیه ډبري یوازې په نیوزیلنډ او هلته هم په سویلي ټاپو کې پیدا کیږي. د قانون له مخې دغه ډبري په ماوري قبیلې پوري اړه لري.
د نیوزیلنډ د لویدیځ ساحل د هوکیتیکا، ښار د گرین سټون یا زرغون کاڼي/ډبرې له پاره مشهوره دی. دغه ځای چې د کرایست چرچ، له ستر ښار څخه ۲۵۰ کیلومتره وړاندې دی پکښې مشهور زرغون کاڼی باندې کار کیږي. دغه کاڼي ته د ځايي بومي اوسیدونکو ماوري قبیلي په ژبه کې Pounamu هم ویل کیږي.
په دې کوچني ښار کې د کاڼي د تراشولو ډیر شمیر فابریکي دي. په دغه ځای کې د تیږو توږلو فابریکې د لویو او کوچنیو ماشینونه په واسطه کاڼي توږي.
گرین سټون، د ماوري قبیلي له پاره د سپيڅلې ډبرې په توگه انگیرل کیږي. له دغه ډبرې څخه د ورځنۍ چارو په شیانو لکه تبرونو او ږمنځو کې هم کار اخیستل کیږي. خو تر ټولو زیات په سینگار توکو کې کارول کیږي. دغه کاڼې په بیلا بیلو زرغونو رنگونو لکه د روښانه زرغون څخه تر توربخن زرغون پورې موندل کیږي.
گریڼ سټون د فولادو په شان سختوالی لري، له دې کبله پر آلماسو باندې د کار کولو د ابزراو له پاره هم استعمالیږي. ځیني فابریکي په یوه وخت کې پر ډیر شمیر کاڼو باندې کار کوي. کله نا کله د ډیر شمیر کلي بندونو پر جوړولو توانیږي. په غوړ سره د دغې ډبرې پالش چې ځانگړې جلا ولري، ډیر وخت او صبر ته اړتیا لري.
هره اصلي ډبره راجستر کیږي. ځکه په دې سره د دغه کاڼي اصلي ټاټوبي تعقیبول آسانه کیږي. د هوکیتیکا د کاڼو توږلو فابریکې ځان ژمن گڼي، چې دغه کلتوري میراث ته درناوی وشي. د راجستر کولو یو بل علت هم شته او هغه دا چې نن ورځ د چین ارزان بیه تولیدات په بازار کې شته چې د دغه دودیز ډیزان ځای نیسي.
د هوکیتیکا ښار د شمال پر لور په لس کیلومترۍ کې پروت د آراهورا سیند، د ماوري قبیلې له پاره نن ورځ هم یو سپیڅلی ځای دی. او په عین وخت کې د زرغونې طلا د موندلو اصلي ځای.
ماوریان بې شمیره ډيرې کیسې ( افسانې) لري چې «زرغونه ډبره» څرنگه پیدا شوې ده. یوه افسانه د هغه یوه ځوان کیسه کوي چې نوم یې پوتني وو. پوتیني پر میړوښه ښځې وایتایکي باندی سخت مین شوي وو. دا چې پوتیني د هغې د میړه له غچ اخیستو څخه سخته ویره درلوده، نو هغه خپله معشوقه پر زرغونه ډبره بدله کړه او هغه یې د اراهورا د سیند په خوله کې کیښودله. د دغې کیسې پر اساس زرغونې ډبرې د عاشقانو له اوښکو پیدا شوې دي.
د ماوري قبیلې هره کورنۍ چې گرین سټون ساتي او د کورنۍ په منځ کې له یوه څخه بل ته ورکول کیږي، له دې سره د طبیعت قوت ته درناوی ساتي. له دې کبله هغوی دغه کاڼي یا د ډالۍ په توگه ورکوي او یا د کورني میراث په توگه.
هره زرغونه ډبره د ماوري قبیلي له لوري راجستر کیږي او یوه ځانگړې شمیره ورکول کیږي. په ۱۹۹۷م کال کې د نیوزیلنډ حکومت پریکړه وکړه چې ټولې زرغونې ډبرې د نگای تاهو، له قبیلې سره تړاو لري. دغه قبیله د نیوزیلنډ په سویلي ټاپو کې د ماوري قبیلې تر ټولو ستر ښاخ دی.