1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالیې وزارت: سږ کال عایدات لوړ شوي دي

۱۳۹۴ آبان ۴, دوشنبه

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې په روان کال کې د حکومت عایدات لوړ شوي دي. خو د پارلمان استازي پر دغه وزارت نیوکه کوي او وایي چې د عایداتو فشار پر خلکو دی خو په وینا یې هغوی ته خدمات نه عرضه کیږي.

https://p.dw.com/p/1GuNk
Afghanisches Geld
انځور: AP

په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي نظره سخت کال تر شا پریږدي، د مالیې وزارت وایي چې د دولت عوايد لوړ شوي دي. سږ کال په زرونو افغانانو خپل شغل له لاسه ورکړی دی او د نورو کلونو په پرتله بې روزگاري او بې وزلي هم زیاته شوې ده.

د افغانستان د مالیې وزیر د دوشنبې په ورځ ولسې جرگې ته استجواب شوی وو، څو د مالي وضعیت په هکله معلومات ورکړي. د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل کله چې یې لس میاشتې وړاندې پر کار پیل وکړ، نو په وینا یې د دولت خزانه خالي وه او وزارت زیات پوروړی وو.

اکلیل حکیمي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې حکومت په ۱۳۹۳ لمریز کال کې مجموعا ۹۹ میلیارده افغانۍ عاید درلود، په داسې حال کې چې په تیرو لسو میاشتو کې عواید ۹۴ میلیارده افغانیو ته رسیدلی دی او په دوو راتلونکو میاشتو کې به نورې ۲۰ میلیارده افغانۍ هم راټولې کړی شي: «په تیرو لسو میاشتو کې زموږ عواید د تیرو لسو کلونو په پرتله بې سارې وو.»

د افغانستان د مالیې وزیر همداشان وویل چې د عوایدو او مالیاتو د راټولولو په برخه کې جدیتوب په ځانگړې توگه گمرکونو کې او همداشان د اداري فساد مخنیوی په روان کال کې د حکومت د عوایدو د لوړیدو اصلي دلیل دی.

راتلونکي کانفرانسونه

اوسمهال د افغانستان پراختیایي بودجه له بهرنیو مرستو سره تړلې ده. د مالیې وزیر په خپلو څرگندونو کې دا هم وویل چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق به تر راتلونکو درو کلونو پورې ۲،۸ میلیارده ډالر د افغان حکومت په اختیار کې ورکړي. په پام کې ده چې نړیوال بانک به ۶۳۰ میلیونه ډالر د پراختیايي پروژو د ودې له پاره افغان حکومت ته ورکړي.

د اکلیل حکیمي په خبره په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په ملاتړ دوه نړیوال کانفرانسونه تر سره کیږي. زیاته شوې ده چې د دغو کانفرانسونو یو یې په پولنډ کې تر سره کیږي او د هغې هدف د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ دی: «په پام کې ده چې یو کانفرانس د ناټو د مشرانو په سویه د پولنډ په پلازمینه وارسا کې جوړ شي. په دغه ځای کې د راتلونکو درو کلونو له پاره نوې ژمنه کیږي چې څرنگه افغان امنیتي ځواکونه تمویل کړی شي.»

همداشان په پام کې ده چې بله غونډه به په بروکسل کې وشي چې د هغې موخه د افغانستان له پراختیايي پروگرامونو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ژمنه ده. په دغه غونډه کې د افغانستان د ملاتړو هیوادونو د مالیې چارو وزیران راټولیږي او افغانستان په دغه غونډه کې د پراختیايي چارو نوې ستراتیژي د نړۍ هیوادونو ته ورپيژني.

سختې نیوکې

د افغانستان د مالیې پر وزیر د دوشنبې په ورځ په ولسې جرگه کې سختي نیوکي وشوې. استازو وویل چې د مالیي وزارت په نوو وختونو کې په لوړو معاشونو کسان پر دندو گمارلي دي. د ریحانې په نوم یوې استازې وویل: «تاسو مشاورین او رئیسان مقرر کړي دي چې له ۵۰ زرو څخه تر ۳۰۰ زرو افغانیو پورې معاش اخلي. تاسو پوهیږئ چې زموږ ځوانان د بې روزگارې له کبله تیښتي او دوې میاشتې کیږي چې په لسونو ځوانانو په خیمو کې تحصن کړی.»

یو شمیر استازو وویل چې د حکومت عایدات نه باید د خلکو د هډوکو د ماتیدو په واسطه راټول کړی شي. د غلام فاروق په نوم یوه تن استازي وویل چې خلک د درنو مالیو له کبله تر پزې رسیدلي دي: «د عوایدو راټولول باید داسې وي چې د خلکو هډوکي مات نه کړي. د دې پر ځای چې په گمرکونو کې فساد کم شي، پر خلکو فشار راوړل کیږي په داسې حال کې چې کاروبار هم خراب دی.»

خو د مالیې وزارت وایي چې سم مدیریت د دولت د عوایدو د لوړیدو اصلي دلیل دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب