د مالیزیایې الوتکې دوه لوېې ټوټې موندلې شوې دي
۱۳۹۳ دی ۱۳, شنبهد مالیزیایې مسافر وړونکې الوتکې له را غورځیدو څخه نږدې یوه اونۍ تر تیریدو وروسته د لټون ډلې د دغې الوتکې دوه لوې ویجاړې شوې ټوتې موندلې دي.
د انډونیزیایې پلټنې ډلې مشر بمبانگ سولیستیو وایې د دغې الوتکې لوې خرابې شوې ټوټې د سمندر په نږدې ۳۰ متره ژور والي کې پراته دي.
د پلټنې ډلې مشر زیاته کړه :« زه دا تاییدوم چې زمونږ د لټون د پیل راهیسې دا د ایرو ایشیا الوتکې تر ټولو لوې پرچې دي چې موندل کیږي.» د نوموړي په خبره د موندل شوې سترې ټوټې لویوالی «لس په پنځو مترو» او د کوچنې ټوټې لویوالې نږدې «اوه په نیم متره» کی دی.
د دغو موندل شوو برخو د انځور اخیستلو له پاره تر اوبو لاندې یو روبوټ استول شوې دی. د دې تر څنگ د پيښې د قربانیانو د جسدونو موندې له پاره غوټه وهونکي هم گمارل شوې دي.
A320 ډوله دغه ایربس مسافر وړونکي الوتکه د تیرې یکشنبې په ورځ له ۱۶۲ تنو مسافرو سره د اندونیزیا د سورابایا له ښار څخه د جاوا د ټاپو د پاسه د سنگاپور پر لور روانه وه چې له پرواز څه ۴۰ دقیقې وروسته د رادار څخه ورکه شوه.
په تیرو څو ورځو کې د خرابې هوا له امله د جاوا په سمندر کې د لټون کار له خنډونو له سره مخامخ شو.
تر اوسه پوری ۳۰ جسدونه موندل شوې
د جمعې په ورځ هم د یوې انډونیزیایې بیړۍ یوې کارکونکۍ د دغې الوتکې تخریب شوې ټوتې موندلې وې، خو د دغې موندل شوې برخې په هکله په رسمي ډول څه نه وو ویل شوې. د انډونیزیایې چارواکو په حواله د لټون په دغه ماموریت کې ۲۹ بیړۍ او ۱۷ الوتکې برخه لري.
د لټون ډلې خپله ټوله توجه د «بلک باکس» یا د الوتکې د پرواز د معلوماتو د ثبت ماشین پیدا کولو ته گرځولې، ځکه له دې لارې کیدای د الوتکې د را غورځیدو علت معلوم شي. تر اوسه پورې یوازې دا خبره معلومه شوې چې تر الوتنې لږ څه وروسته د الوتکې پيلوټ د خرابې هوا څخه خبردارې ورکړې وو. ویل شوي دي چې دغه غوښتنه منظوره شوه وه، خو د الوتنې د کنترول د چارو مسوولینو د هوايي ترافیک د ازدحام له امله پیلوت له دې څخه منع کړی ؤ چې د خپل پرواز ارتفاع لوړه کړه. د ژغورنې عمله توانیدلي دي چې له سمندر څخه د ۳۰ تنو مړي راوباسي.
ایراشیا د نوموړي هوايی کرښې څخه د استفادې اجازه نه لري
A320 ډوله ایربس الوتکې له نسکوریدوڅخه وروسته د ایرایشیا ارازن بیه هوايی شرکت نور اجازه نه لري چې د اندونیزیا د سوربایا او سنگاپور تر منځ دغه هوآيی کرښې له لارې الوتنې وکړي. له دغې موضوع څخه په جاکارتا کې د ترانسپورت وزارت خبر ورکړ. د هغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه تصمیم دلیل دا دی چې د هوايي مقرراتو له پلان څخه سرغړونه شوی ده. په وینا پاڼه کې راغلي دي چې : « ایرایشیا د QZ8501 شمیره پرواز سره چې په ترځ کې یې نوموړې الوتکه نسکوره شوه، د ټاکل شوو مقرراتو څخه سرغړونه کړې ده. مقررات وايی چې له دغه هوايی مسیر څخه یواځې د دوشنبې، سه شنبې، پنجشنبې او شنبه په ورځو د الوتنې اجازه شته، نه د یکشنبه په ورځ.»