د مالي پخوانی ولسمشر سینیګال ته تښتیدلی دئ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱, جمعهاعلان
د پوځي کودتا په پایله کې له واکه لیرې شوی د مالي ولسمشر امادو تاوماني تاورو، سینیګال ته تښتیدلی دئ. د سینیګال د ولسمشر ماکي سال، ویاند وویل چې تاورو له خپلې کورنۍ او ساتونکو سره ډاکار ته رسیدلی دئ.
په مالي کې پوځ د مارچ د میاشې په ۲۲ نیټه له تاورو څخه د واک د اخیستو وروسته دغه ۶۳ کلن ولسمشر بندي کړې وو. نوموړی د اپریل په ۸ نیټه د لویدیځې افریقا د اقتصادي همکارۍ سازمان ته خپله رسمي استعفاء وړاندې کړه.
تر کودتا وروسته په مالي کې وضعه د طوارق د یاغیانو او په شمال کې د ترهګرو سره د شخړې له امله ترنګلې ده.