1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي هیواد قضیه ټولو پورې اړه لري

یوته شیفر (ژباړونکی: عبدالباري حکیم)۱۳۹۱ دی ۳۰, شنبه

اروپایي پوځي روزونکي د مالي پوځ روزي خو آلمان يواځې دوه کارګو پوځي الوتکي دې هیواد ته استوي. آیا آلمان باید په همدې مرستې بسیا وکړي؟ د آلمان غږ راډیو د خپرونو مشره وایی، آلمان باید د مالي په ماموریت کې پراخه ونډه ولري.

https://p.dw.com/p/17NPF

اروپایي اتحاد اوس د عمل په ډګر کې لیدل کیږي. د اروپا ۲۵۰ تنه پوځي روزنکي په مالي کې د دغه هیواد وسلوال پوځ روزي چې د همدې هیواد په شمالي برخه کې د افراطي اسلامپاله یاغیانو پر ضد مبارزه وکړي.

مالي ته د اروپايي روزونکو د استولو پریکړې څو میاشتی وخت ونیوه. دا په داسې حال کې چی نوموړي افراطیان د شریعت تر نامه لاندې د مالي په شمال کې په کلیو او بانډو کې د ویرې او وحشت په خپرولو بوخت ول. له میاشتو راهیسې د نوموړي هیواد خلک له وژنو، د بدن د غړو غوڅولو، ربړولو، اعدامیدو، جنسي تیریو او لوټماریو څخه رنځ وړي. دا هر څه په داسې یوه هیواد کې پېښیږي چې یو وخت د ټولنیز ځغم، دموکراسي او پرمختګ له لحاظه د سیمې له پاره نمونه ګڼل کیده.

د وروستیو میاشتو زورزیاتیو ته له سیاسي لارې ځواب ورکول ممکن نه وو. فرانسه پر دغه واقعیت باندې پوه شوې وه، خو نور اروپايي هیوادونه لاس تر زنې ناسته ول او په دې اړه یې فکر کاوه چې په کوم اقدام لاس پورې کړي او که نه.

د فرانسې ولس د مالی له پاره د هغه یوه پوځي ماموریت ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو او اروپایی ګاونډیو هیوادونو له ملاتړ څخه برخمن دی.

مالي په صحرا کې هسې بې نوم او نشانه دولت نه دی

اوس اصلي پوښتنه دا ده چی آلمان د مالي په اړه څه کوی؟ آلماني سیاستوال هڅه کوي چې په خپل هیواد کې سږ کال د پارلماني ټاکنو په وجه له داسې یوه ملاتړ څخه مخ واړوي. هغوی په رسنیو او ټولنه کې په دې اړه له بحثونو څخه ویره لري. په همدې وجه د آلمان حکومت له احتیاط څخه کار اخلي او یواځې د دوو ترانسپورتي الوتکو په استولو بسیا کوي.

د یوه ستر مأموریت له پاره باید د فدرالې شورا یا «بوندستګ» موافقه واخیستل شي بیا نو کیدای شې دا د رسنیو له پاره د بحث پر یوې موضوع باندې بدله شي. خو زما [د تبصرې لیکونکې] پوښتنه دا ده چې ولې باید سړی تر هغه وخته انتظار وباسي. دغه بحث باید همدا اوس په پوره زړورتیا دلته په آلمان کې په لاره واچول شي. ښایي څوک پوښتنه وکړي چې ولي؟ ځواب یې دا دی چې د آلمان له یووالي څخه کابو ۲۵ کاله وروسته په یوې غیر متناظرې شخړه کې چې نړیوالې اغیزې لري، د امنیتي سیاست له لحاظه له آلمان څخه انتظار کیږي چې په افریقا کې هم لاس تر زنې پاتې نه شي. سړی نه پوهیږي، ولې کله چې خبره زموږ له ګاوندۍ وچې (قاره) سره پوره تړاو لري، موږ ته سخته ښکاري چې عمل وکړو.

رښتیا خبره خو دا ده چې دلته د معلوماتو کمبود لیدل کیږي. د آلمان د رسنیو په رپوټونو کې افریقایي هیواد مالي ته یواځې په «ساحل» کې د یو پروت او بې اهمیته دولت په توګه کتل کیږي. خو له دې څخه باید سترګې پټې نه شي چې کیدای شي دا هیواد پر یوې سیمه ییزې چادونکي قوې باندې بدل شي. که چیرې مالي ټوک ټوک شي، نو دا خطر شته چې په « ساحل» کې اور ولګیږي. د دغه اور لمبې به ټولې سیمې ته چې آلمان تر بچ پاتې کیدای نه شي، ورسیږي. دا ځکه چې له مالي سره اوه هیوادونه په ګاوڼدیتوب کې پراته دي چې ځینی یې همدا اوس بی ثباته او لړزان ګڼل کیږي او له هغو ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې د مالي هیواد هم ورسره مخامخ دی. بې وزلي، کمزوري دولتي تأسیسات،ترهګرې ډلې، سازمان شوي جنایي جرمونه او داسی نور هغه ستونزې دي چې په دې هیواد کې موجودې دي.

دوه موضوعګانې باید په پام کې ونیولې شي. یو دا چې یو پوځي مأموریت تل له خطرونو سره جوخت وي. دا موضوع د فرانسوي ځمکنیو سرتیرو او دغه راز د لویدیځې افریقا د دولتونو د اتحادیې د ۳۳۰۰ وسلوالو ځواکونو له پاره هم صدق کوي. خو داسې خطرونه هغه وخت هم رامنځ ته کیدای شي چی پر یوه پریکړن اقدام باندې لاس پورې نه شي. د الجزایرو په جنوب کې د ګازو په یوې ساحه کې د یرغمل نیولو وروستۍ پېښه د دې خبرې ښکاره ثبوت دی. د دغې پېښې مسوولیت په المغرب کې د القاعدې د شبکې يوې ډلې پر غاړه اخیستی دی. هغه په مالي کې د فرانسوي ځواکونو د مأموریت د پای غوښتنه کوي.

انتظار ایستل د حل لاره نه ده

آیا اروپا غواړي چې په رڼو سترګو وګوري چې له ځغم لرونکي او آزادي خوښوونکي مالي هیواد څخه یو افراطی او مذهبي دولت جوړ شي؟ آیا رښتیا هم دغه ستونزه له انتظار، ځنډ او مخ اړولو سره حلیدای شي؟ د اروپا د بهرنیو چارو سیاستوالان او استخباراتي ادارې په دې ښه خبر دي چې کیدای شي په افریقا کې په منځمهاله موده کې د اسلامپاله افراطینو د ترور یو کمربند جوړ شي. داسې یو کمربند چې د الجزایرو له جنوب او موریتانیا څخه نیولی تر مالي، نایجیر او د نایجریا تر شمال پورې به اوږد پروت وي.

تر اوسه پورې په دغو هیوادونو کې فعالې ډلې تر یوه چتر لاندې عمل نه کوي. هغوی لا تر اوسه پورې له یو بل سره اوبدل شوي نه دي. خو که چیرې هغوی ته میدان پرې ښودل شي، ډیر ژر به دا کار وکړي. له دې امله د هغوی پر وړاندې باید د تیښتې لارې وتړلې شي، د هغوی د اړیکو د تینګیدو مخ ونیول شي او د فعالیتونو د تمویل سرچینې یې وچې کړای شي.

دا کار یواځې د یوې پوځي مداخلې له لاری ممکن دی. په همدې وجه آلمان ته هم په کار ده چې په مالي کې خپله ونډه پیاوړي کړي. د مالي قضیه ټولو پورې اړه لري. د دغه هیواد ستونزه یواځې افریقا پورې مربوطه نه ده.

په کار ده چې په پوره لیوالتیا او زړورتیا عمل وشي. د عامو خلکو له پاره امنیت خوندې کړای شي او د یو بشري ناورین مخه ونیوله شي. له هغې وروسته دې په مالي کې سیاسي ثبات ټینګ کړای شي. پرته له دې دا خطر شته چې د سمندر په ساحل کې فعالې ترهګرې ډلې د افریقا د وچې په ختیځو سمندري څڼډو، د افریقا په ښاخ او کینیا کې ردیکال اسلامي غورځنګونه یو بل ته د پیوستون لاسونه ورکړي. دغه پیوستون به د اروپا او نړیوال امنیت له پاره ډیر تباه کونکي عواقب ولري.

آلمانۍ پوځي کارګو الوتکې
آلمانۍ پوځي کارګو الوتکېانځور: Getty Images
فرانسوي ځواکونه په مالي کې
فرانسوي ځواکونه په مالي کېانځور: Reuters
د تبصرې لیکونکې، د آلمان غږ راډیو د خپرونو مشره، میرمن یوته شیفر
د تبصرې لیکونکې، د آلمان غږ راډیو د خپرونو مشره، میرمن یوته شیفرانځور: DW/P. Henriksen