1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي د کړکیچ د حال لارې د موندلو هڅې

۱۳۹۱ مهر ۲۹, شنبه

د مالي په پلازمینه بماکو کې د دې هیواد په اړه خبرې اترې وشوې. د خبرو ګډونوال پر دې وغږیدل چې ایا له یاغیانو څخه د مالي د شمالي سیمو د بیرته نیولو له پاره باید په دغه هیواد کې پوځي مداخله وکړي او که نه؟

https://p.dw.com/p/16TfK
انځور: Reuters

د ملګرو ملتونو او افریقایي اتحادیې چارواکو د جمعې په ورځ د مالي په پلازمینه بماکو کې سره ولیدل. په دې لیدنه کې د مالي په شمال کې له څو میاشتو د روان کړکیچ د پای ته رسولو له پاره د افریقايي ټولنې د ممکنه پوځي مداخلې په اړه خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال جان الیسن، وویل چې دغه سازمان به د یوه داسې پلان د جوړولو ملاتړ وکړي چې په ترڅ کې یې داسې یوه قوه رامنځ ته شي چې د مالي په شمال کې د ترهګرو او یاغیانو د شبکو له خوا نیول شوې سیمې بیرته آزادې کړي.

هغه زیاته کړه چې په یوې انتقالې دوره کې باید همداراز په دې سیمه کې د پاڅون کوونکو له ګروپونو سره خبرې وشي. د مالي د شمالي سیمو کنترول د روان کال د اپریل له میاشتې راهیسې د اسلامپاله ترهګرو چې له القاعدې سره رابطه لري په لاس دی.

د قوي ملاتړ ښودل

د ملګرو ملتونو او افریقايي ټولنې استازو وویل چې هغوی غواړي په بماکو کې خپل دایمې دفترونه پرانیزي چې د مالي په شمال کې خپل فعالیتونه تنظیم کړي. د دغو دواړو سازمانونو استازو همداراز غوښتنه وکړه چې د مالي په شمال کې باید پر ترهګرو او هغو پاڅون کوونکو باندې بندیزونه ولګول شي چۍ نه غواړي له ترهګرو سره خپلې اړیکې وشلوي.

که څه هم د افریقايي ټولنې یو شمیر مشران پر پوځي حل لارې باندې ټینګار کوي، خو ځینې نور بیا غواړي چې د مالي د شمالي سیمو کړکیچ باید له دیپلوماتیکو لارو حل شي.

د غربي افریقا د اقتصادي ټولنې غړي هیوادونه به اوس پر داسې یوه پلان باندې کار پیل کړي چې له مخې به یې هغوی مالي ته خپل سرتیري واستوي. خو لا تر اوسه پورې دا خبره نه ده روښانه چې دا ځواکونه به کله مالي ته واستول شي.

د مالي ولسمشر د جمعې په ورځ یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې باندې غږ وکړ چې له دې هیواد څخه ملاتړ وکړي ترڅو وشي کولای شمالي سیمې بیرته آزادې کړي.

په همدې حال کې د اروپا د اتحادیې هیوادونو هم جمعې په ورځ په بروکسل کې وویل چې کیدای شي هغوی د مالي د پوځ په بیا تنظیمولو او روزلو کې له دې هیواد سره مرسته وکړي.

مسعود (AFP, dpa, Reuters)
کتونکی: سید ریاض