د مالي جمهور رئيس د مظاهره کوونکو له خوا ټپي سوی دئ
۱۳۹۱ خرداد ۲, سهشنبهاعلان
په مالي کښي تر کودتا دوې مياشتي وروسته د احتجاجونو پر مهال د دغه هيواد جمهور رئيس ټپي سوی دئ. چارواکو خبر ورکړی دئ چي په سلهاوو مظاهره کونکو په بماکو کښي د ولسمشر پر دفتر باندې يرغل کړی دئ. اویا کلن جمهور رئيس په داسې حال کې روغتون ته استول شوی دئ چې پر مخ باندې ئې ټپونه موجود ول.
احتجاجونه د غربي افريقا له اتحاديې سره د یوه تړون پر وړاندې شوي دي.