1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماسکو او اسلام اباد نوي اړيکي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري نن په کرملين کی د روسيي له ولسمشر ديمتري ميدويديف سره وليدل.هغوی د خپلمنځي اړیکو د یو نوی فصل د پرانیستلو خبره وکړه او وویل چی د هغوی هیواددونه د «نړیوالی ترهګری» د یو ګد خطر سره مخامخ دی

https://p.dw.com/p/11EOs
د روسیی ، پاکستان او افغانستان ولسشمران
د روسیی ، پاکستان او افغانستان ولسشمرانانځور: AP

ميدويديف وويل: « دا ښکاره او څرګنده ده چي زمونږ دواړه هيوادونه له عيني خطر سره مخامخ دي، د نړيوال تروريزم له خطر سره.»

ميدويديف يادونه وکړه: «مونږ بايد د21 پيړي د يو ډير بدورګي شرارت پر ضد د مبارزي لپاره په ګډه کار وکړو.»

د پاکستان ولسمشر چي يوي امريکايي کوماندو له خوا د اسامه بن لادن له وژلو وروسته د لومړي ځل لپاره بهر ته په سفر وتلي، له ميدويديف سره د ليدني کتني په وخت کي د اسلام آباد او ماسکو تر منځ د خپل منځي اړيکو د يو «نوي پيل» خبره ياده کړه.

زرداري څلور ورځي په روسيه کي پاتي کيږي. روسيه منحني او جنوبي آسيا ته د خپلو اقتصادي اړيکو د پراخولو په لټه کي تر څو په سيمه کي د چين او هند د مخ پر زياتيدواقتصادي نفوذ مقابله وکړي.

په دي لړ کي مهمه پروژه د منحڼي آسيا د هيواد، تاجکستان، له لاري افغانستان او پاکستان ته د بريښنا استول دي.

سر بيره پر دي د روسيي يو دولتي شرکت غواړي چي له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لاري هند ته د ګازو د يو پايپلاين په غزولو کي ونډه واخلي.

روسيي ته د زرداي سفر په داسي وخت کي صورت مومي چي د لويديځو متحدينو سره د هغه اړيکي په پاکستان کي د القاعدي د شبکي د مشر اسامه بن لادن د «اوږدي مودي د هستوګڼي» د تثيبت له امله د تاوتريخوالي سرحد ته رسيدلي دي.

امريکا متحده ايالات پاکستان تورنوي چي د نوموړي ترهګري شبکي پر ضد عملياتو کي په تيرو لسو کلونو کي نيمګړتياوي کړي دي.

زرداري د خپل هيواد په دننه کي د سياسي ګوندونو او د خپلو خلکو تر فشار لاندي دي چي د هغه او يوسف رضا ګيلاني تر مشري لاندي حکومت د پاکستان د « خپلواکمني د حق » په ساتنه کي پاتی راغلی دی.

د پاکستان د پيپلز د ګوند يو مشر، شامحمود قريشي چي کابو تر دو مياشتو مخکي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم ؤ، په زرداري باندي نيوکه وکړه چي تر اوسه پوري خپلو خلکو ته د بن لان د وژلو د پيښي په هکله رڼا نه ده اچولي.

په عين وخت کي نن د پاکستان يوي محکمي پريکړه وکړه چي زرداري د هيواد د ولسمشر په توګه نه شي کولي چي په عين وخت کي د خپل ګوند مشري هم وساتي.

د هغه پر ضد د يو پاکستاني وکيل له خوا دعوا شوي وه چي د دي هيواد اساسي قانون اجازه نه ورکوي چي ولسمشر د يو سياسي ګوند مشر هم وي.

د زرداري يوي وياندي وويل چي هغه تر اوسه پوري د محکمي له داسي يو حکم څخه خبره نه ده.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

بريښنا صابر