محمد اسماعیل شاکر، کابل۱۳۹۶ اسفند ۱۷, پنجشنبهافغان ښځې وایې چې د مارچ اتمه یا د ښځو نړېوالې ورځې لمانځغونډې یې د ژوندانه کړاونه نه راکموي. د کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت غونډې وشوې، خو د افغانستان په لېرې پرتو سېمو کې اوس هم ښځې د ژوندانه له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي. خو حکومت بیا هم د ښځو حقونو ته د رسیده ګي ژمنې کوي.