1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مارجې د بې ځايه سوو کورنيو بشري حالت

۱۳۸۸ اسفند ۴, سه‌شنبه

دغه بې ځايه سوي کورنۍ د خپلوانو او يا په کرايي کورونو کي تريخ ژوند تيروي...

https://p.dw.com/p/M9AV
بې ځايه سوي کورنۍ
بې ځايه سوي کورنۍانځور: Abdul Sabooh

د هيلمند ولايت چارواکو د سې شنبې په ورځ وويل چې د مارجې په ولسوالۍ باندې د افغان اومريکايي ځواکونو د ګډو بريدونو له امله 1240 کورنۍ تيښتې ته اړې شوی او د هيلمند ولايت مرکز د لښکرګاه ښار ته د خپلو خپلوانو کورونو ته يې پناه وړې ده.

د هيلمند ولايت وياند داوود احمدی ويلی چې د بې ځايه شويو لپاره کوم کمپ نه دی جوړ شوی. ده د فرانس پرس خبر رسولو آژانس ته وويل:

«موږ اجازه نه ورکوو چې 1240 کورنيو لپاره په خپل سر کوم کمپ جوړ شی. موږ نه غواړو چې دغه کمپونه دايمی شی.»

په منځنی ډول هره افغانه کورنۍ له پنځو نه تر اوو تنو غړي لری. احمدی ويلی چې کډوال يا خپلو خپلوانو سره ژوند کوی او يا يې هم په لښکرګاه کې کورونه په کرايه نيولی دی. احمدی زياته کړې چې يوشمير نړيوالې ټولنې له دوی سره مرسته کوی.

حضرت بلال هغه کډوال دی چې وايي د شنبې له ورځې څخه کله چې افغانو او نړيوالو ځواکونو په مارجه بريد پيل کړ، د ده د کورنۍ وضعه ډيره خرابه ده. دﺉ چې د ډوډۍ د پيرودلو لپاره نانوايي ته راغلی وايي: « موږ دلته له خپلو خپلوانو سره ژوند کوو. 20 تنه چې ښځې او نارينه او ماښومان دی په يوه کوټه کې ژوند کوو.»

« موږ لږ څه مرسته ترلاسه کړه. خو بسنه نه کوی. د بې وزليتوب ژوند کوو. هيله من يو چې وضعه زر ښه شی څو وکړای شو بيرته خپل کلی کور ته وګرځو. نه پوهيږم چې زموږ په کور غواوو او چرګانو به څه راغلي وی.»

لښکرګاه يواځينۍ سيمه ده چې کډوال کولای شی ورته مخه کړی. د هيلمند ولايت وياند احمدی ونه شو کولای ووايی چې د ولايت نورو سيمو ته څومره کسانو کډه کړيده.داسې سوچ کيږې چې د مارجې د ولسوالۍ ستر عمليات به څو اوونۍ نور هم دوام وکړی.

AFPE/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل