1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لېبیا ساحل ته نژدې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې ده

۱۳۹۴ شهریور ۶, جمعه

په مدیترانې سمندرگي کې د کډوالو غمیزه پای نه لري. د لیبیا ساحل ته څیرمه د یوې کښتۍ د ډوبیدو له کبله د ډیرو کډوالو د وژل کیدو انديښنه شته. د رسنیو د رپوټونو له مخې په کښتۍ کې په سونو کډوال سپاره ول.

https://p.dw.com/p/1GN9o
انځور: Reuters/H. Amara

د لیبیا ساحلي څارونکو د وینا له مخې دغه کښتۍ بندري ښار زواره ته څیرمه ډوبه شوې ده. زواره د پلازمېني طرابلس په سویل ۱۶۰ کیلومترۍ کې پروت دی. د لیبیا چارواکي اندېښنه لري، چې ښایي په دغه پیښه کې تر۲۰۰ پوري پناه غوښتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

تر دغې پیښې لږ وروسته داسې اټکل کیدی چې ښایي ۳۰ کسان د کښتۍ د ډوبیدو له کبله مړه شوي وي. رویترز خبري آژانس د لیبیا د ساحلي څارونکو د ویاند له قوله خبر ورکړی دی چې شا او خوا ۲۰۰ کسان ژغورل شوي دي.

زیاته شوې ده چې په کښتۍ کې شا او خوا ۴۰۰ تنه سپاره ول. ویل شوي دي چې په دغه کښتۍ کې زیاتره کډوال د افریقایي هیوادونو ول.

په دې ورځو کې له افریقایي هیوادونو څخه هره ورځ په سونو کسان اروپا ته د تگ هڅه کوي. د اټکلونو له مخې د مدیتراني سمندرگي له لاري اروپا ته له خطره ډک سفر کولو په ترڅ کې په روان میلادي کال کې ۲۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایټالیا د ساحلي څارونکو د معلوماتو له مخې یوازي د پنجشنبې په ورځ ۱۴۰۰ کډوال ژغورل شوي دي، تر دې د مخه د چهارشنبې په ورځ شا او خوا ۳۰۰ کسان ژغورل شوي ول.

۵۷۰ کډوال پالرمو ته رسیدلي دي

د ایټاليا د سیسیلیا ټاپو د پالرمو سیمې ته د «پوزایدن» په نوم سویډني بیړۍ رسیدلې ده. دغې بیړۍ د چهارشنبې په ورځ د لیبیا ساحل ته څیرمه د کډوالو یوې کښتۍ ته چې د بیړنۍ مرستې غوښتنه یې کړې وه ورغلې وه.

په دغه کښتۍ کې هم تر ۵۷۰ زیات پناه غوښتونکي ژغورل شوي دي. خو سویډني مرسته کوونکي ټیم د کډوالو د کښتۍ په لاندنۍ برخه کې د ۵۰ کسانو جسدونه هم موندلي دي، چې اروپا ته د تگ پر مهال مړه شوي دي. د پالرمو څارنوال په دې هکله څېړني پیل کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب