1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیزبن د سرمشريزي څخه د افغانانو تمي او انديښنې

۱۳۸۹ آبان ۲۸, جمعه

د پرتګال په ليزبن کي د ناټو سرمشريزه ، هغه موضوع ده چي په تيره يوه اونۍ کي د افغاني رسنيو تر ټولو مهم او بحث پارونکی خبر جوړوي

https://p.dw.com/p/QDSd
انځور: DW

نن جمعه دغه دوه ورځنۍ غونډه پيل کيږي .

دافغانستان څخه د بهرنيو چارو د وزير تر څنګ ولسمشر کرزی هم ور روان دی .

د امريکا ولسمشر بارک اوباما به هم د دغي غونډي ګډون وال وي .

د ليزبن د غونډي څخه افغانان جلا جلا تمي او په اړه يي مختلف نظرونه لري.

ځيني افغانان وايي چي خارجي ملکونه به په ليزبن کي د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د وتلو مهال ويش وټاکي، هغه څه چي طالبان ورته له تقريباً يوې لسيزي را پدې خوا په تمه دي .

خو افغاني عسکرو ته د مسؤليتونو سپارل د غونډي د اجندا اصلي ټکي جوړوي .

د کابل ښار يوه اوسيدونکي خان احمدزي د ليزبن د غونډي څخه خپل انتظار او په دغه ناسته کي د بهرنيو سرتيرو د خروج د احتمالي مهال ويش د ټاکلو په باب خپله بيره او تشويش د دوچي ويلي سره داسي شريکه کړه .

خان احمدزی :

(( خارجي قوتونه غواړي ځان ته د اوړو پزه جوړه کړي، تر څو په نړۍ کي بي اعتباره نسي او پښي سپکي کړي، دوی غواړي چي د دغسي کنفرانسونو په جوړولوسره د پښو د سپکولو لار پيدا کړ ي، او غواړي مسوليتونه افغانستان ته وسپاري ، خو تاريخ به بيا تکراريږي، دغه ملک به د طالبانو لاس ته لويږي ځکه نورخراجيان د افغانستان د بوج د پورته کولو توان نه لري)).

خو د سياسي چارو کارپوهان بيا په دې نظر دي چي تر هغو پوري چي افغان ځواکونه پر خپلو پښو نه وي دريدلي، بهرني عسکر به د افغانستان څخه ونه وزي .

د سياسي چاروکارپوه عصمت الله غلجی په دې اند دی چي که چيري خارجي ځواکونه د افغاني عسکرو د وړتيا د لوړولو مخکي د ملک څخه ووزي ،يو ځل بيا به ملک د اوزلوبي په ډګر بدل سي، او دښمني ښکيلي غاړي به يو د بل په مقابل کي وسلې ته لاس کړي .

عصمت الله غلجي:

(( د بهرنيو عسکرو وتل به دښمنانو ته داسي روحيه ورکړي چي هغوی به د ټولو خواوو څخه پر افغانستان حجوم راوړي او دلته بايد د خارجي عسکرو يوه مرکزي هسته موجوده وي چي د کودتاوو مخه ونيسي او دنورو ناحنجارو پيښو مخه ونيسي، او که له يوه استقامته د افغانستان په يوه ولايت بريد وسي چي له سقوط سره مواجه وي نو بايد دلته يو مرکزي خارجي ځواک موجود وي چي د هغوي سره مرسته وکړي)).

که څه هم تر اوسه په دقيقه ډول نده معلومه چي ايا د ليزبن په غونډه کي به د افغانستان څخه د بهرنيو سرتيرو د وتلو دقيقه نيټه په ګوتو کيږي که څنګه خو د سياسي چارو بل کارپوه او کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد ودير صافي بيا په دې نظر دی چي که چيري د ناټو په سرمشريزه کي له افغانستان څخه د خارجي عسکرو د وتلو مهال ويش وړاندي کيږي بايد له ګاونډيو ملکونو څخه داسي يو تضمين واخيستل سي چي نور نو د افغانستان په چارو کي لاس وهنه و نه کړي .

ښاغلی صافي د افغانستان په مسايلو کي د ګاونډيانو مداخله تر ټولو لويه ستونزه بولي چي د ليزبن په غونډه کي بايد ورباندي خبري وسي.

ودير صافي:

(( موږ په داسي حال کي په 2014 کال کي افغاني ځواکونو ته د واک د سپارلو خبري کوو چي د افغانانو، بين امللي ټولني او د افغانستان د ګاونډيانو تر منځ يوه هوکړه وسي، تر څو ګاونډيان نور د افغانستان په چارو کي لاس وهنه بنده کړي اوافغان دولت وکولای سي د ملک امنيتي مشکلات ليري کړي)).

تر نهو کلونو وروسته دافغانستان جګړه نوره نو د دغه ملک د متحدينو ولسونو ته دلچسپه نده او حکومتونه يې هم په دې لټه کي دي چي څرنګه کولای سي ددغه لانجمن ماموريت څخه ځان وباسي .

کاناډا، فرانسه او ايټاليا هغه هيوادونه دي چي د افغانستان څخه يې د خپلو سرتيرو د وتلو مهال ويش وړاندي کړی او هالنډ لا وختي خپل سرتيري د افغانستان څخه ايستلي دي.

د کابل يوې اوسيدونکي بيا ددوچي ويلي سره په خبرو کي وويل چي هره پريکړه بايد د افغانستان ستراتيژيکو موخو ته په کتو سره تر سره سي ،ځکه چي اوس د افغانستان او د متحدينو ستراتيژيکي هدفونه يې شريک اړخونه سره لري .

(( زما توقع د ليزبن دغونډي څخه دا ده چي په هره پريکړه کي بايد د افغانستان ستراتيژيکي ګټي په پام کي ونيول سي او نه بايد داسي عجولانه پريکړه وسي چي په نتيجه کي يې د افغانستان او نړيوالي ټولني ارزښتونه او د تيرو څو کلونو لاس ته راوړني تر پښو لاندي سي)).

ميرویس جلال زی

کتونکی : محمد قاسم نوري