1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا منځمهالې شوری په رسمي توګه د لیبیا آزادي اعلان کړه

۱۳۹۰ آبان ۲, دوشنبه

د معمرالقذافي د مرګ څخه درې ورځې وروسته د لبییا منځمهالې شوری رسما د آزادې اعلان وکړ، پداسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ په زرهاوو تنو په سندرو ویلو او نڅاګانو دغه ورځ ولمانځله.

https://p.dw.com/p/12xwb
د لیبیا د منځمهالې شوری مشر، مصطفی عبدالجلیل
د لیبیا د منځمهالې شوری مشر، مصطفی عبدالجلیلانځور: dapd

د لیبیا د منځمهالې شوری مشر، مصطفی عبدالجلیل، په بنغازي کې په رسمي توګه د قذافي د رژیم پر ضد د بریا اعلان وکړ.

په طرابلس، طبرق، زاویه او بنغازي کې په زرو تنو انسانان سندرې ویلي، نڅاګانې کولې او ډولونه یې وهل. او په هر ځایې کې د لیبیا نوی ملي بیرغ چې تور، سور او شین رنګ لري رپیده.

دغه ورځ د لیبیا د خلکو لپاره د خوشحالې یوه ورځ ده، ځکه چې هغوې په دغه ورځ په رسمې توګه د قذافي رژیم پر ضد مقاومت ته د پاې ټکی کیښود او دغه ورځ یې ولمانځله.

د لیبیا د منځمهالې شورې مشر، مصطفی عبدالجلیل، د لیبیا له خلکو او د مبارزه کوونکو څخه مننه وکړه. او همدغه شان یې د نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو، اروپایې ټولنې، عربي لیګ، د خیلج د هیوادونو د همکارې شورې او د ناټو څخه هم د لیبیا د آزادې په مبارزه کې د مرستې څخه مننه کړې.

خو کیداې شې مصطفې عبدالجلیل خپل ځیني ملګرې په تعجب کې اچولې اوسي، کله چې هغه د لیبیا د آزادې د اعلانولو پر وخت دا خبره روښانه کړه چې د لیبیا راتلونکی اساسي قانون به په شریعت ولاړ وي. هغه وویل:

« مونږه د یوه مسلمان ملت په صفت، شریعت د خپل اساسې قانون د منبع په توګه غوره کړی. او پر همدې دلیل هر هغه قوانین چې د اسلام سره برابر نه وي باید له منځه یوړل شي. د مثال په توګه د فامیلې قانون پر اساس د ډیرو ودونو اجازه منع وه. دغه قانون د شریعت سره په ټکر کې دی او په دې دلیل باید دغه قانون له منځه ولاړ شي.»

د دې سربیره باید بانکي سیستم په اسلامي قوانینو اجرا شي. که د لیبیا د انقلابي رهبرې په خوښه وي نو د لیبیا راتلونکې به تر پخوا ډیر اسلامي شي.
د لیبیا د مؤقتې حکومت دریځ چې په راتلونکو ۳۰ ورځو کې به جوړ شي او د لیبیا د راتلونکي په اړه به نور ګامونه پورته کړي د اسلامې دریځ څخه به ډیر کم توپیر ولري.

د دې سربیره مصطفی عبدالجلیل د دغه ټکې یادول هم هیر نه کړل چې د لیبیا د سوله ایز او ښه راتلونکي لپاره به تبلیغ کوي. هغه زیاته کړه:

« تحمل، بخښنه او پخلاینه د انقلاب د بریاوو او د لیبیا د راتلونکي لپاره ضروری ده.»

بیورن بلشکه/ سیدریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل