1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا د ملي یووالي حکومت واک په لاس کې واخیست

۱۳۹۵ فروردین ۱۸, چهارشنبه

د لیبیا د ملي وحدت حکومت چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب رامنځ ته شوی دی اوس طرابلس ته رسیدلی دی چې حکومتي چارې په لاس کې واخلي. په عین حال کې بیا د اسلامپالو حکومت ویلي دي چې له واکه په ګوښه شي.

https://p.dw.com/p/1IQDi
Libyen Regierung Konflikte Fayez al-Sarraj
انځور: picture-alliance/dpa

په لیبیا کې به موازي حکومت پای ته ورسیږي. اوس به نو لیبیا یوه واحده رهبري ولري ترڅو په دې جګړه ځپلې هیواد کې ثبات رامنځ ته شي. په طرابلس کې اسلامپاله حکومت ویلي دي چې د جګړې او وینې توییدنې د مخنیوي له پاره، به واک د ملي وحدت حکومت ته واستوي.

د اسلام پالو حکومت چې د ملي نجاب حکومت په نوم هم یادیږي، ویلی دي چې «د ملت ګټې تر هر بل شي لوړې ګڼي». دې حکومت په یوې اعلامیه کې زیاته کړې ده: «تاسو ته اطلاع درکوو چې خپل کار د اجرايي قوت، جمهوري ریاست، د پارلمان غړو او وزیرانو په توګه دروو.»

په طرابلس کې د اسلامپالو حکومت په لومړي سر کې د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه د برخمن حکومت مخالفت کاوه. خو د ملي یووالي حکومت چې مشري یې د نوي لومړي وزیر فایز السراج، لاس کې ده څو ورځې مخکې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې طرابلس ته ورسید ترڅو حکومتي چارې په لاس کې واخلي. د ملي یووالي حکومت غړي د اوبو له لارې له تونس څخه طرابلس ته ورسیدل.

السراج ژمنه کړې ده چې د اوربند رامنځ ته کولو، د بیځایه شویو بیا ځای پر ځای کیدو او همداراز له اسلامي دولت سره د مبارزې په برخو کې به، کار وکړي. پر ګواښونو سربیره، د ملي یووالي حکومت د اسلامپالو د حکومت له تاوتریخوالي او سخت مخالفت سره مخامخ نه شو.

خطرناکه بې نظمي

د لیبیا لومړی وزیر د حقوقي زمینو له لرلو پرته، طرابلس ته رسیدلی دی ځکه د لیبیا په رسمیت پیژندل شوي پارلمان یو ځل بیا د نوي ملي یووالي حکومت په رسمیت پیژندل ځنډولي دي. خو امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او آلمان پر دې سربیره هم طرابلس ته د السراج د رسیدو هرکلی کړی دی.

په لیبیا کې د ملي یووالي حکومت جوړیدل د هغه تړون یوه برخه ده چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب رامنځ ته شوی دی. په دې تړون کې د اساسي قانون جوړیدل او د پارلماني ټاکنو په لاره اچول هم یوه برخه ده. په لویدیځ کې تمه کیږي چې نوی رامنځ ته شوی حکومت به په لیبیا کې د داعش له مخ په زیاتیدونکي ګواښ سره مبارزه وکړي.

په لیبیا کې وسلوالو ډلو د پخواني دیکتاتور معمر القذافي، له واکه څخه تر ګوښه کیدو وروسته، له رامنځ ته شوې خلا څخه ګټه پورته کړه او په دې هیواد کې یې خپل نفوذ پراخ کړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب