د لږکیو حقوق، پاکستان پر کوم لور روان دی؟
په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقوقو په هکله تل نیوکې او پوښتنې کيږي. خو په وروستیو څو کلونو کې د دغو لږکیو په وضعیت کې د ښه والي له پاره ځیني گامونه اخیستل شوي.
«هندو میرج اېکټ» یا د هندوانو د ودونو قانون
په ۲۰۱۶م کال کې په پاکستان کې د هندوانو د ودونو قانون، تصویب شو. د دغه قانون له مخې له هندوانو سره د پاکستانيانو ودونه هم ثبتیږي. د دغه قانون تر منظورۍ وروسته په زور د مذهب د بدلولو او په کوچینوالې کې د ودولو مخنیوی کیدای شي.
د پت په نامه د وژنو پر ضد قانون
په پاکستان کې هرکال کې د غیرت یا پت په نامه د وژنو بیلابیلې پیښې رامنځ ته کیږي. په ۲۰۱۶م کال کې د قندیل بلوچ، په نوم یوه پاکستانۍ ماډل خپل ورور د پت په نوم ووژله. د قندیل بلوچ تر وژلو وروسته د پاکستان حکومت د پت په نامه د ښځو د وژلو پر ضد یو قانون تصویب کړ.
د هولي او دیوالي جشن
د پاکستان صدراعظم نواز شریف څه موده وړاندې په کراچۍ کې د هندوانو په جشن کې گډون وکړ او د لږکیو د مساوي حقوقو خبره يې وکړه. خو په پاکستان کې جماعت الدعوه او د ځینو نورو ډلو ټپلو په وینا نواز شریف دغه کار یوازې د هندوستان د خوشحالۍ له پاره کوي.
په خوشينۍ او غم کې شریکیدل
د پاکستان صدراعظم نواز شریف په کراچۍ کې د دیوالي په جشن کې د گډون پر مهال په دغه هیواد کې د اوسیدونکو لږکیو په هکله وویل چې د پاکستان ټول اتباعو ته په کار ده چې د یوه او بل په غم او ښادۍ کې شریک شي او يو له بله سره مرسته وکړي.
«کرسمس امن ټرېن»
د پاکستان حکومت تیر کال کرسمس یا د مسیحانو اختر په بل ډول ولمانځه. په ۲۰۱۶م کال کې د «کرسمس امن ټرین» په نوم اورگاډي له مسیحانو سره د ورورگلوۍ او همغږۍ پیغام په موخه له اسلام آباده یو سفر پېل کړ.
څو کلونه وروسته.....
په پلازمېنه اسلام آباد کې د یوه پوهنتون د فزیک دیپارتمنت یا څانگي د ډاکټر عبدالسلام په نوم نومول شوې. عبدالسلام له احمدي مذهبي لږکیو سره تړاو درلود او په پاکستان کې دغه ډله مسلمانان نه گڼل کیږي. د فزیک دغه پروفیسر ته په ۱۹۷۹م کال کې د نوبل جایزه ورکړله شوه.
پاکستان کې سکهـ لږکي
پاکستان کې د سنکهـ مذهبي لږکیو د پیروانو شمیر په مشکل سره شپږو زرو تنو ته رسیږي. خو اوس هغوی په لوبو کې شهرت مومي او یوه تن یې پوځ ته هم لاره موندلې. مهندر پال په پاکستان کې ځلیدونکی لومړی سکهـ کریکټ لوبغاړی دی چې د لاهور په «نیشنل کریکټ اکیډمي» کې زده کړي کوي. د گالري جوړونکي: صايمه حیدر