1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبیا موقت حکومت پر پارلمان باندي يرغل وغانده

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

د ليبیا مؤقت حکومت پر پارلمان باندي د یوه «یاغي» جنرال له خوا برید او د مقننه قوې د منحلیدو ادعا غندلې ده. په عین وخت کې په بنغازي ښار کې د جگړې رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1C2F9
انځور: picture-alliance/landov

د لېبیا د عدلیې وزیر صالح المرغاني، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د می۱۹) سهار وختي په یوه بیانیه کې ویلي دي چې د وسله والو ځواکونو په مرسته د سیاسي نظر څرگندول غندي.»

دغه بیانیه د یکشنبې په ورځ د لېبیا پر پارلمان باندي په ظاهري توگه د یاغي جنرال خلیفه حفتر، د پلویانو له خوا تر يرغل وروسته خپره شوې ده. د عیني شاهدانو د وینا له مخې وسله والو کسانو په پلازمېنه طرابلس کې د لېبیا پر پارلمان باندي د هوا ضد درنو وسلو، توغندیو او د لاسي بمونو تر برید وروسته، د پارلمان پر ودانۍ هجوم وروړ. زیاته شوې ده چې په دغه برید کې نزدې دوه تنه وژل شوي او تر پنځوسو زیات ټپیان شوي دي.

حفتر، چې د لېبیا د پخواني واکمن معمرالقذافي د واکه د گوښه کیدو په جگړه کې د یاغیانو قوماندان وو ویلي دي، چې غواړي دغه هیواد له تندلارو ملېشو پاک کړي.

د یکشنبې په ورځ ناوخته د پولیسو یوه قوماندان، د لېبیا په یوه تلویزوني چینل کې یوه بیانیه ولوستله. په دغه بیانیه کې راغلي ول چې د نامنظم پوځ له خوا چې مشري یې د حفتر پرغاړه ده، پارلمان لغو کړی دی او د موسسانو۶۰ کسیزه جرگه یې جوړه کړې ده، تر څو مقننه چاري پر مخ بوځي.

جنرال مختار فرانا، چې دغه بیانیه یې لوستلې ده ویلي دي چې د لېبیا اوسنی حکومت به په اظطراري توگه عمل وکړي، خو په دې اړه یې نور هیڅ جزئیات نه ورکړل.

په بنغازي کې جگړه

د لېبیا د پوځ او امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې په عین وخت کې د دوشنبې په ورځ سهار وختي وسله والو کسانو د لېبیا په نسبي توگه نا آرامه ښار بنغازي کې د بینینا پر هوایي ډگر باندي یرغل کړی دی.

د رپوټونو له مخې برید کوونکو پر هوایي ډگر باندي توغندی توغولي دي، خو د مرگ ژوبله په اړه کوم رپوټ ورکړل شوی نه دی. د لېبیا چارواکو د جمعې په ورځ دغه هوایي ډگر د امنیتي دلایلو له کبله وتاړه.

د جمعې په ورځ د حفتر ځواکونو په بنغازي ښار کې د اسلامپاله ملېشو پر ضد عملیات پیل کړل، چې د چارواکو د وینا له مخې شاوخوا۷۰ کسان پکښې ووژل شول. د بنغازي ښار د ۲۰۱۲م کال د سپتمبر میاشتې پر ۱۱مه نېټه د امریکا متحده ايالاتو پر سفارت باندي د برید شاهد دی چې د امریکا د سفیر په شمول پکښې څلور تنه امریکایان ووژل شول.

د لېبیا پارلمان د ياغي ډلو او د سیالیو نېشنلستانو تر منځ د ویش له کبله فلج دی. انتقاد کوونکي دغي ستونزي ته، د قذافي تر راپرځیدو وروسته په دیموکراتیکه توگه د واک د لیږد په برخه کې د مهمي ناکامۍ په سترگه گوري. قذافي په ۲۰۱۱م کال کې له واکه راوپرځول شو.