1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا لومړی وزير آزاد شو

مسعود/ جهش۱۳۹۲ مهر ۱۸, پنجشنبه

یوې امنیتي سرچیني ويلي دي چې د ليبيا لومړی وزير علي زيدان، د وسله والو کسانو له خوا بیرته آزاد شوی دی. زیدان د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د یاغیانو له خوا د هغه له هوټل څخه برمته شوی وو.

https://p.dw.com/p/19xR7
انځور: picture-alliance/AP Photo

یوه امنیتي چارواکي او د لیبیا د ملي اسامبلۍ یوه غړي ویلي دي چې زیدان د وسله والو له خوا بیرته آزاد شوی دی. هغه په طرابلس کې له یوه هوټل څخه برمته شوی وو. د لیبیا لومړی وزیر علي زیدان، له همدې هوټل څخه د خپل کور په توگه کار اخيستی دی.

د رویترز خبري آژانس یوه خبریال ویلي دي چې مظاهره کوونکو د هغي ودانۍ مخي ته اعتراضونه کړي دي چې زیدان پکې برمته شوی وو. د یو شمیر رپوټونو په حواله د لیبیا امنیتي ځواکونو هم د زیدان په آزادولو کې ونډه لرله.

تر دې مخکې د لیبیا حکومت په خپل رسمي انترنيټ پاڼه کې دا خبره منلې وه چې زیدان د وسله والو کسانو له خوا برمته شوی دی. د لیبیا حکومت روښانه کړې وه چې هغو کسانو چې زیدان برمته کړی دی، «پخواني یاغیان» دي.

په دې اړه د لیبیا په حکومتي بیانیه کې راغلي ول: «د انتقالي حکومت مشر د یوې ډلې له خوا د نامعلومو دلایلو له کبله یوه نامعلومه ځای ته وړل شوی دی.»

په حکومتي بیانیه کې راغلي ول چې اوس د دغه هیواد کابینه او ملي کانگرس دغه وضعیت څاري.

نیول که برمته کول؟

دا په داسې حال کې ده چې ځینو سرچینو د زیدان د نیولو خبره کړې ده او ویلي یې دي چې دا د برمته نیونې پېښه نه ده.

د «انقلابیانو عملیاتي ډلې» چې د پخوانیو یاغیانو یوه ډله ده او په اصل کې باید د دفاع وزارت ته رپوټ وکړي پخپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې زیدان یې د لوی څارنوال په امر نیولی دی.

خو د لیبیا د لوی څارنوال دفتر دا خبره رد کړې ده چې هغوی دې د زیدان د نیولو امر صادر کړی وي. دغې ادارې د زیدان د نیولو پېښه برمته نیونه بللې ده.

علي زيدان چي د ليبيا لومړی انتخاب سوی لومړی وزير دی له ډيره وخته د پخواني ديکتاتور معمر القذافي يو له سختو مخالفانو څخه شمېرل کېدی او د هغه د واکمني پرمهال له هيواد څخه دباندي په تبعيد کي يې ژوند کاوه.

د ۲۰۱۱ کال له اکتوبر مياشتي راهيسي چي د قذافي حکومت ړنګ سوی دی په ليبيا کي ناکرارۍ نوري هم ډيري سوي دي. په دغه هيواد کي ډيري پخوانۍ وسله والي ډلي حکومت ته خپلي وسلې نه سپاري. په وروستيو مياشتو کي دغو وسله والو ډلو دولت ته ډېر سرخوږی جوړ کړی دی.