1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا ساحلي ساتونکو له زرو زيات مهاجر بیرته ګرځولي دي

۱۳۹۵ بهمن ۱۷, یکشنبه

د ليبيا ساحلي ساتونکو د تيرې يوې اوونۍ په ترڅ کې له زرو څخه زيات مهاجر چې غوښتل يې د مديترانې سمندرګۍ له لارې اروپا ته ځانونه ورسوي، بيرته ګرځولي دي.

https://p.dw.com/p/2X0nb
Italien Flüchtlingsdrama Lampedusa Flüchtlingsboot
انځور: picture-alliance/ROPI

د ليبيا يوه حکومتي وياند ويلي دي چې د دغه هیواد ساحلي ساتونکو د تيرې يوې اوونۍ په ترڅ کې ګڼ شمير مهاجر چې له لويديځ ښار صبراته څخه د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تلو په حال کې ول، بيرته ګرځولي دي.

ايوب قاسم وويل چې په صبراته کې يوازې د تيرې پنجشنبې په ورځ څلور کشتۍ چې ۴۳۱ کسان په کې سپاره ول بيرته وګرځول شوې. د هغه په وينا د جنورۍ مياشتې له ۲۷ نيټې راهیسې په مجموعي توګه ۱۱۳۱ تنه مهاجر ګرځول شوي دي.

قاسم زیاته کړه چې له دغو غیرقانوني مهاجرو څخه ډیری یې د افريقا صحرا د ښکته هيوادونو څخه دي چې ډیر شمیر یې ښځې او ماشومان دي.

د قاسم په خبره په دغو مهاجرو کې د لیبيا، سوريې، فلسطين او تونس اوسيدونکي شامل دي. قاسم روښانه کړه چې د دغو کسانو د ګرځولو پر وخت، قاچاقبرانو د دې هڅې کړي چې د ساحلي ساتونکو د اجرااتو مخنيوی وکړي.

هغه وویل: «قاچاقبرانو پر ساحلي ساتونکو د ډزو له کولو سره هڅې وکړي چې د راګرځيدو مخنيوی يې کړی وي خو ساحلي ساتونکو په خپلو ځوابي ډزو کې هغوی اړ کړل چې خپلې وسلې کيږدي.»

اوس مهال ډیری غيرقانوني مهاجر د ليبيا له سواحلو څخه د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د رسیدو هڅې کوي. دغې لارې ته د انساني قاچاق وړونکو پام تر هغه وروسته زيات شو چې تير کال د بالکان سيمې هيوادونو د مهاجرو پر مخ خپل سرحدونو وتړل او په عین وخت کې د ترکيې او اروپايي ټولنې تر منځ هم د مهاجرت پر موضوع تړون لاسليک شو.

پر سمندري لارو انساني قاچاقبران ډیری وخت د مهاجرو د انتقال له پاره له زړو او خرابو کشتيو څخه کار اخلي. تير کال په مديترانه سمندرګي کې له ۴۵۰۰ څخه زيات کسان د کشتيو د ډوبيدو له امله په اوبو کې مړه شول.

د رويترز خبري آژانس د رپوټ له مخې د دغو پيښو د رامنځ ته کيدو يو تر ټولو ستر لامل په ليبيا کې د يوه موثر حکومت نه شتون دی. د رپوت له مخې د ليبيا په سواحلو کې انساني قاچاق وړونکي پرته له کومې ويرې او انديښنې خپل غیرقانوني فعاليتونه ترسره کوي.

د تيرې جمعې په ورځ اورپايي ټولنې له ليبيا سره تفاهم ته ورسيده چې له مخې به يې دواړه لوري په ګده د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تلونکو غيرقانوني مهاجرو د مخنيوي په برخه کې کار کوي.