1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوېدېځ پرته په نړۍ کي پوځي مصارف لوړ سوي

احمد ولي اڅکزی (یپيزن هیلا)۱۳۹۳ فروردین ۲۵, دوشنبه

په ستوکهولم کي د سولي د څېړنيز انستيتيوت SIPRI کلنی راپور ښيي چي لوېديځو هيوادونو خپله پوځي بوديجه کمه کړې ده خو نورو هيوادونو بیا لوړه کړې ده. د دغه راپور جزئيات په زړه پوري دي.

https://p.dw.com/p/1BheV
انځور: picture-alliance/dpa

د ۲۰۱۳م کال په هکله دSIPRI خپور سوی کلنی راپور ښيي چي په نړیواله توګه په پوځي مصارفو کي د ۱،۹ سلنه کموالی راغلی دی. د دغه کمښت لامل دا دی چي د امريکا متحده ايالاتو د عراق څخه د خپلو عسکرو د ايستلو وروسته په خپله پوځي بوديجه کي کمښت راوستی دی. د راپور په وينا که د شمېرو څخه د امريکا برخه وايستله سي نو بيا په په ټوليزه توګه په نړۍ کي پوځي مصارف زيات سوي دي.

په راپور کي راغلي دي چي د امريکا متحده ايالات په يوازي سره د نړۍ د ټولو پوځي مصارفو دريمه برخه جوړوي چي له همدې کبله يې پر دغه ډول احصائيو اغېز زیات وي. په ټوليزه توګه د ټولي نړۍ پوځي مصارف ۱۷۴۷ مليارده ډالره ښوول سوي دي. دغه پيسې نه يوازي پر پوځي تجهيزاتو بلکې د پوځونو په ساتنه، اداري مصارفو، څېړنو او د پوځونو له پاره پر تعميراتي پروژو لګول سوي دي. د راپور د پايلو له مخي په ۲۰۱۳م کال د اکثره هيوادونو په پوځي بوديجه کي زياتوالی راغلی دی.

له سپما سره سره ناټو پياوړې ده

نه یوازي متحده ايالاتو بلکې د آلمان او پولېنډ څخه پرته د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان، ناټو، ټولو غړو هيوادونو د اقتصادي بحران په ترڅ کي په خپلو دفاعي بوديجو کي کمښت راوستی دی. خو د سپما د دغو اقداماتو سره سره، ناټو په نړیواله توګه تر ټوله زياته د پوځي قراردادونو ورکوونکې منبع ده.

په هامبورګ کي د سولي د څېړنيز انستيتيوت کارپوه پروفيسور ميشايل پروسکا، چي د امنيت او وسلو په موضوعاتو کي د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت مشاور هم دی، په دې هکله وايي: «که د ناټو ټول اعداد او شمېرې محاسبه کړای سي نو پوځي مصارف يې د ټولو نړۍ د پوځي مصارفو دوه پر دریمه برخه جوړوي.»

«روسيه پياوړې کېدل غواړي»

د SIPRI د څېړنيز راپور پر اساس روسيې د ۲۰۱۲م کال په پرتله په ۲۰۱۳م کال پر خپل پوځ زیات مصرف کړی دی. د ميشايل پروسکا په وينا رامنځ ته سوی عدم توازن د روسيې د پوځي تجهيزاتو د پلانونو تشريح هم کوي. هغه وايي: که چیری کلنی خالص توليد د پوځي مصارفو سره پرتله کړای سي، نو روسيې د تيرو ۱۵ کلنو راهيسي د لومړي ځل له پاره تر امريکا زيات پوځي مصارف درلودلي دي.

نوموړی زياتوي: «د دې څخه دا روښانه کيږي چي په روسيه کي د دې له پاره زياتي هلي ځلي کيږي چي دغه هيواد په نظامي توګه بېرته قوي سي.» پروسکا وايي چي دا هم بايد له پامه ونه غورځول سي چي په ۱۹۹۰ کلونو کي د وسلو روسۍ فابريکې له خاورو سره خاوري وې او له همدې کبله اوس روسيه په دې ترڅ کې زياتو هلو ځلو ته اړتيا لري.

چين د آسیا د ستر ځواک په توگه

د «سیپري» د څېړنيز راپور چمتو کوونکی مشر سامويېل پېرلو فريمېن، وايي چي د چين هيواد نظامي مصارف ډېر شفافه نه دي. د نوموړي په وينا له همدې کبله دا په دقيقه توګه نه معلوميږي چي د چين نظامي مصارف د څه له پاره په کار اچول کيږي. د راپور له مخي د چين په نظامي مصارفو کي د ۷،۴ سلنې زياتوالی راغلی دی. دغه پيسې د نورو برخو تر څنګ د عسکرو له پاره د اوسېدنې د بهتره آسانتياو له پاره مصرف سوي دي.

فريمېن وايي چي د روسيې او چين د نظامي مصارفو لوړیدو ته باید د سړی جگړې څخه وروسته د امریکا متحده ایالاتو د ځواک د لاس برتوب په رابطه کې وکتل سي: « دوی (روسیه او چین) پر یوې یوه قطبي نړۍ باندې هیڅکله خوښ نه وو، هغې یوې نړۍ کې چې امریکا په یوازیتوب سره له پوځي لاری د لاس برتوب هدایت ورکړي.»

د راپور د پايلو له مخي په منځني ختيځ کي د ۲۰۱۳م او د ۲۰۱۲م کلونو په پرتله پوځي مصارف جګ سوي دي. سعودي عربستان په نړۍ کی تر ټولو زیاتي وسلې رانيونکی څلورم هيواد دی. فريمن وايي چي په مجموع کي د منځني ختيځ د هيوادونو نظامي مصارف ډېر غېر شفافه دي. د راپور له مخي په افريقا کي هم پوځي مصارف زيات سوي دي.