1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوېديځ برلين ورک سوي او هېرسوي کډوال

۱۳۹۰ مرداد ۲۲, شنبه

د برلين د دېوال پنځوس کاله پوره سوه. دغه دېوال د دې لپاره جوړ کړل سوی ؤ چي د ختيځ څخه و لوېديځ المان ته د خلکو د تېښتي لاره وتړل سي.

https://p.dw.com/p/12G3T
د کمپ يو انځور
د کمپ يو انځورانځور: Erinnerungsstätte N.a.lager Marienfelde

د برلين په ښار کي د انځورونو يو نندارتون جوړ سوی دی. دغه نندارتون ته «د لوېديځ برلين د مهاجرو د کېمپ ورک سوي او هېر سوي کسان» نوم ورکول سوی دی. و نندارې ته په وړاندي سوؤ عکسونه کي گڼ شمېر ماشومان تر سترگو کيږي. د بېلگي په توگه يو طلايي ورېښتان لرونکی ماشوم د اغزن سيم د ها خوا څخه د کېمرې پر لور گوري. په بل انځور کي بيا يوه مېرمنه د خپلو ماشومانو سره د مهاجرو د کېمپ پر يوه چارپايي ناسته ده. دغه مېرمنه په لوېديځ المان کي د ختيځ المان څخه پناه راړونکو لپاره په ځانگړي کېمپ کي د ځای موندلو په انتظار ناسته ده.

پدغه نندارتون کي د هغه وخت ورځپاڼې او اعلانونه هم ځړول سوي دي. د زړو ورځپاڼو او اعلانونو انځورونه پر زړو ټکرانو چاپ کړل سوي دي او بيا پر تناؤنو هوار کړل سوي او د کالو د وچولو په چسپکانو ټينگ کړل سوي دي. د نندارتون مسؤل اېنريکو هايڅر وايي چي د کالو د وچولو تناؤ يا تار د الماني مهاجرو د کېمپ د ژوند يو سمبول دی:

« دغه تارونه د منځمهالیتوب سمبولونه دي. ولي چي د ختيځ المان مهاجر به د ډېر لږ وخت لپاره په يوه کېمپ کي پاته کېدل. د لږ مودې وروسته به دوی نورو ځايونو يا نورو کېمپونو ته تلل. پدغو کمپونو کي د کالو د وچولو لپاره ځايونه نه وه او خلکو به په کېمپ که دننه د چپرکټونو تر منځ تارونه اچول او د هغوی څخه يې د پردې کار هم اخيستی. »

په پنځوسمه لسيزه کي جوړ کړل سوي دغه کمپونه ډېر مجهز نه وه. په زياته بيا چي کله د 1953م مېلادي کال د پاڅون وروسته خلک د شرق څخه و غرب ته راوتښتېدل نو بايد 20000 مهاجر بايد ځای پر ځای سوي وای. اېنريکو هايڅر پدې هکله زياتوي:

« د هجرت کوؤنکو د شمېر څخه د ختيځ المان د بحرانونو د ستروالي اندازه کېدله. د 1953م او 1961 م مېلادي کلنو تر منځ د ختيځ څخه و لوېديځ ته د مخه کوؤنکو شمېر دومره زیات ؤ چي 90 کمپونو پر يوه وخت فعاله ول. بعضي وخت دغه کمپونه دومره واړه هم وه چي پکښي صرف 22 انسانان ځای پر ځای کېدل. خو داسي کمپونه هم ول چي پکښي په زرگونو انسانانو ته ځای ورکول سوی ؤ. د فولکمارش کوڅې په کمپ کي 4000 او په فلوټن کي 2500 انسانان ځای پر ځای کړل سوي ول.»

د نندارتون يو کټ
د نندارتون يو کټانځور: Heiner Kiesel

په ټوليزه توگه تر 1990 پوري څه باندي 13 لکو د ختيځ المان اوسېدونکو و لوېديځ المان ته پناه راوړه. دغه کډوالو ته به په سالونونو او فابريکو کي ځايونه ورکول کېدل چي پکښي شپې تيري کړي. پدغو کمپونو کي وخت تېرؤنکی يو کس وايي چي د ټولو ستونزو سره سره به بيا هم د ختيځ المان کډوال خوشاله ول چي تر لوېديځه يې ځان رارسولی ؤ:

« د چا دا خوښيږي چي کډوال دي يې و کور ته نژدې واوسيږي. د بېلا بيلو وجوهاتو له کبله به خلکو موږ ته شا را اړوله. بعضو به ويل چي دا ټوله مهاجر کمونستان دي او داسي نور. د مهاجرو لپاره دا يوه ډېره ستونزمنه خبره وه چي د لوېديځ په ټولنه کي ځان عيار کړي.»

کله چي پنځوس کاله تر مخه د برلين ديوال جوړ کړل سو نو په ناڅاپه توگه د مهاجرو په شمېر کي هم کمښت راغلی ولي چي تر پولي اوښتل د پخوا په څېر نور آسانه کار نه ؤ. د مارينفېلډر په کوڅه چي چيري چي دغه نندارتون جوړ کړل سوی دی اوس هم د مهاجرو کمپ دی چيري چي پناه غوښتونکي او کډوال اوسيږي. دغه کډوال د نړۍ د بېلابيلو هيوادونو سره تړاو لري او د هم هغو ستونزو سره مخامخ دي چي پخوا د ختيځ المان کډوال ورسره مخامخ ول.

هاينر کيزل/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش