د لوړ پوړو دولتي چارواکو پر معاشونو باندي بحث
۱۳۹۲ تیر ۱۷, دوشنبهپه اصل کې د لوړ پوړو دولتي کارکوونکو معاش ۳۲۵۰۰ افغاني دی. د نوي قانون له مخې ولسمشر د دغه معاش ۱۵ برابره او مرستیالان یې اته برابره معاش تر لاسه کولای شي.
د مشرانو جرګې د اقتصادي کمېسیون مشر عبدالوهاب عرفان، وویل چې د دغه قانون طرحه د افغان حکومت له خوا مشرانو جرګې ته استول شوې ده. د هغه په خبره په دې طرحه کې د ټولو لوړ پوړو دولتي کارکوونکو د معاشونو اندازه ټاکل شوې ده. دغه طرحه د مشرانو گرجې تر تصويب وروسته ولسي جرگې ته د تصويب له پاره لېږل کيږي.
عرفان وویل: «د قانون په دې طرح کې د ۵۹ دندو معاشونه شامل دي. په دې طرح کي له ولسمشره نیولې د ټولو لوړ پوړو دولتي چارواکو د معاشونو کچه شامله ده.»
د مشرانو جرګې د پریکړې له مخې باید د اففانستان ولسمشر ۴۸۷۵۰۰ افغانۍ معاش ولري. پر دې سربیره د ولسمشر د مرستیالانو معاش۲۶۷۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.
افغان وزیران، د مشرانو او ولسي جرګو غړي به تر۱۹۵۰۰۰ افغانیو ډیر معاش تر لاسه کړي. خو د ولسي او مشرانو جرګو د مشرانو معاشونه به تر۲۲۷۰۰۰ افغانيو لوړ وي.
د قانون دغه طرح لا تراوسه پورې په بشپړه توګه تصویب شوې نه ده، بلکې باید د مشرانو او ولسي جرګو نور کمېسیونونه یې په اړه خبري اتري وکړي.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړې نجیبه حسیني، وايي چې د مشرانو او ولسي جرګې یو ګډ کمېسیون به هم د دې قانون په اړه څیړني وکړي. هغې وویل: «که موږ دغه قانون تصویب هم کړو نو بیا به هم په يوه مختلط کمېسیون کې پر هغه باندې خبرې وشي او د هغه تصویبیدل به بیا وځنډول شي.»
د قضایي چارواکو معاشونه
د قانون د دغې طرحې له مخې د افغانستان د قاضي القضات معاش ۲۲۷۵۰۰ افغانۍ او د سترې محکمې د لوړپوړو چارواکو معاشونه ۱۹۵۰۰۰ افغاني ټاکل شوي دي. پر دې سربیره د لوی څارنوال معاش هم ۱۹۵۰۰۰ افغانۍ تعین شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مشرانو جرګې غړی خالقداد بلاغي، د قاضیانو د معاش پر ډیریدو باندې ټینګار کوي. هغه وويل کله چې قاضیان کافي معاش ولري نو هغوی بیا رشوت نه خوري: «قاضي ته دومره معاش ورکړﺉ چې هغه له اداري فساد سره لیوالتیا پیدا نه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د یوه عادي دولتي مامور معاش د ۶۵۰۰ او ۳۰۰۰۰ افغانیو تر منځ دی. پر دې سربیره د دولتي اجیرانو معاش د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ دی.