د لويديزاو روسيې ترمنځ روابط بيرته مخ پرسميدو دي
۱۳۸۷ بهمن ۲۱, دوشنبهد مثال په ډول د ايران په موضوع کي .
د متحده ايالاتو د جمهور رييس مرستيال، جو بايدن په ختيځه اروپا کي د متحده ايالاتو د پلان سوي دفاعي سيستم د نصبولو په شخړه ايزه موضوع کي د روسيې د همکارۍ غوښتنه کړې ده . په عين وخت کي ماسکو څرګنده کړې ده چي روسيه د خپلو اټومي وسلو د کمولو دپاره تياره ده . ناټو او د اروپا اتحاديه هم د روسيې سره د نوو لارو د نيولو په مخ خپل غيږه پرانيستې ده.
په مونيخ کي د امنيت د کنفرانس يوه مهمه موضوع د وسلو کمول وه . د اروپا د اتحاديي د خارجي چارو مسوول، خاوير سولانا د وسلو د کمولو په موضوع کي د ماسکو يوې وروستۍ څرګندوني ته په اشارې سره وويل:
«مهمه خبره دا ده چي، موږ تصميم ونيسو ترڅو د هغه يو وړانديز په بحث کي برخه واخلو،چي د جمهور رييس ميدويديف له خوا د ميز پر سر ايښوول سوی دی، خو هغه لا تر اوسه ډير ګنګ دی، نو په دې وجه پر هغه باندي خبري کول سختي دي . خو موږ د يوه رغونکي دريز د درلودلو په باب پريکړه وکړه . داسي يو دريز چي جوبايدن هم ښکاره کۍ .»
همدا رنګه د وسلو د کمولو او کنترول په اړه د جرمني دخارجه چارو وزير، فرانک والټر شتاين ماير، وويل چي د مونيخ دکنفرانس ګډون کونکو وښووله چي ددغه هدف دپاره لار خلاصه ده، او دګډ اقدام امکانات موجود دي . ده وويل ،
« زه د وسلو د کنټرول په برخه کي مشترک ټکي وينم . زه ډاډه يم چي د وسلو دکموالي او د سختو بين امللي مسايلو په حل کي اوس په ګډه عمل کولای سو .که دا د نژدې او يا ليري ختيځ موضوع وي، او يا د افغانستان . »