1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لندن کنفرانس ته د چمتووالي وروستۍ غونډه وشوه

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ آذر ۶, پنجشنبه

افغانستان د لندن کنفرانس ته د چمتووالي خپله وروستۍ غونډه وکړه. په دغه غونډه کې دولتي چارواکو، د ملگرو ملتونو نمایندگۍ او د یو شمیر هیوادونو سفیرانو له افغانستان سره د مرستو د ملاتړ په هکله خپل نظرونه څرگند کړل.

https://p.dw.com/p/1DuZi
انځور: picture-alliance/dpa

د لندن کنفرانس د روان میلادي کال د دسمبر د میاشتې په دریمه او څلورمه نېټه تر سره کیږي. په دغه کنفرانس کې افغانستان ته د بسپنه ورکوونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران گډون کوي. د دغه کنفرانس هدف له افغانستان سره د مرستو ډیروالی او د نویو مرستو ژمنې نه دي، بلکې هڅه کیږي چې په دغه غونډه کې له افغانستان سره د کیدونکو مرستو په ډول او د هغې د مصرفولو په طریقو باندې بحثونه وشي.

دغه کنفرانس دوه اصلي هدفونه لري. یو یې په اداراتو کې د اصلاحاتو، د پراختیایي پروگرامونو د ودې او په حکومتوالۍ کې د ښه والي راوستلو په اړه د افغان حکومت د ژمنو ارزول او بل یې له افغانستان سره د نړۍ د مرستو په طریقه کې د بدلون رامنځ ته کول دي.

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر حضرت عمر زاخیلوال د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۲۷مه) د نظارت او ارزیابۍ د گډ بورد په غونډه کې وویل چې نړیواله ټولنه د لندن په کنفرانس کې تر ۲۰۲۴م کاله خپلې اوږدمهاله ژمنې تازه کوي.

د زاخیلوال په خبره په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د ډول پر بدلون باندې بحثونه کیږي: «هغوی [نړیواله ټولنه] د مرستو د مصرف په ډول کې د بدلون په هکله په داسې شکل چې لوړ موثریت ولري او لا زیات د افغانستان د ملي بودجې او د افغانستان د ملي ادارو له طریقه په مصرف ورسیږي بحثونه کوي.»

د لندن په کنفرانس کې د مرستو د موثریت پر سر هم بحثونه کیږي او دا به هم جوته شي چې نړیوالو مرستو په کومه برخه کې ښې پایلې لرلي دي.

د سوداگرۍ د پراخیدو په لټه کې

په پام کې ده چې د لندن تر کنفرانس یوه شپه دمخه د گاونډیو او د سیمې د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سوداگرۍ او اقتصادي تبادلو په هکله خبرې اترې وکړي. په پام کې ده چې په دغه غونډه کې د پاکستان لومړی وزیر او د هند، آذربایجان، قزاقستان، روسیې، ترکیې، متحده عربي آماراتو او د سعودي عربستان هیوادونو چارواکي گډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې جگړه او نا امني د سوداگرۍ او ترانزیت د ودې پر وړاندې له اصلي خنډونو څخه شمیرل کیږي او دغه هیواد تر اوسه پر دې نه دی توانیدلی چې د سیمې د هیوادونو له پاره د سوداگرۍ ډاډمنه زمینه برابره کړي.

افغانستان به د لندن په کنفرانس کې یو نوی وړاندیز هم مطرح کړي. په دغه غونډه کې به د افغانستان چارواکي له مرسته کوونکو هیوادونو څخه وغواړي چې د بلا عوضو مرستو پر ځای، خپل بازارونه د افغانستان توکو او تجارتي مالونو ته پرانیزي.

د افغانستان د مقاماتو په باور د اروپا او نړۍ بازارونو ته به د افغانستان لاس رسی د اوږد مهاله اقتصادي ودې او کارموندنې سبب وگرځي او په وینا یې په نړیوالو مرستو به د افغانستان تکیه راکمه کړي.

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر په دې هکله وویل: «نن ورځې چې کومې پیسې د مرستې له لارې راځي، موږ غواړو چې زیاتره هغه پیسې وي چې زموږ او د دغو هیوادونو تر منځ د سوداگرۍ له طریقه افغانستان ته راشي. دغه شان پیسې پایداره وي، دا هغه پیسې دي چې په افغانستان کې تولید ته وده ورکوي، کار رامنځ ته کوي او مرسته کوونکو سره زموږ اړیکه دوامداره کوي.»

نوی فرصت

د نظارت او همغږۍ د گډ بورد مشر نیکولاس هسیم، په دغه غونډه کې وویل چې افغانستان په داسې یوه وخت کې د لندن کنفرانس ته ورځي، چې په دغه هیواد کې په سوله ییز توگه د واک لیږد تر سره شوی دی.

په افغانستان کې د بریتانیې سفیر په دغه غونډه کې وویل چې افغانستان په تیرو دیارلسو کلونو کې د تعلیم او تربیې، حکومتدارۍ او صحي خدماتو په برخه کې ښه پرمختگونه لرلي دي او د لندن کنفرانس د افغانستان له پرمختگونو څخه د ملاتړ یو فرصت دی.