د لندن د کنفرانس څخه د عامو افغانانو انتظار
۱۳۸۸ بهمن ۷, چهارشنبهپه دغه بين امللي کنفرانس کښي به په افغانستان کښي د سولي او امنيت د راوستلو په خاطر د افغاني دولت د پخلاينې طرح ، افغانانو ته د امنيتي مسايلود مسؤليت سپارل او ښه حکومتداری پر موضوعګانې باندي خبري وسي، چه همدغه د کنفرانس د اجندا مهمي موضوعګاني هم جوړوي .
د افغانستان د لندن کنفرانس د بين امللي پخوانيو کنفرانسونو په مقايسه دا تفاوت لري چه پخواني کنفرانسونه د مالي کومکو په راجلبولو او ټولولو باندي متمرکز وه، خو په دغه کنفرانس کښي سياسي او امنيتي موضوعګانو ته د لمړيتوب حق ورکول سوی دی . ځکه نو ددغه بين امللي کنفرانس څخه افغانان ډير انتظارات لري .
عام خلګ هيله من دي چې د لندن دکنفرانس نتايج وکولای سي د افغانستان په سياسي او امنيتي حالاتو باندي مثبته اغيزه وکړي او فيصلې يې د کاغذ پرمخ پاته نسي . دوی اميد لري چي بين امللي ټولنه او د کنفرانس ګډونکونکي د افغانستان د دولت هغو پيشنهادونو ته پاملرنه وکړي چې کيدای سي په هيواد کښي د سولي او امنيت سبب وګرزي .
د کابل ښار څو تنه اوسيدونکي د لندن د کنفرانس څخه خپل انتظارات بيانوي ،او وايي چي : دو ی هيله من دي د کنفرانس نتايج عملي او داسي فيصلې وسي چې په جنګ وهلي افغانستان کې سوله او امن ټينګ سي .
د بلي خوا د افغانستان مدني ټولني او د ښځو د حقونو مدافع سازمانونه د جلا جلا غونډو په جوړولو سره د لندن د کنفرانس څخه غوښتي دي ،تر څو د افغان دولت د پخلايني طرحي ته د کنفرانس په اجندا کښي ځای ورنکول سي ،ځکه د دوی په وينا طالبان د ښځو د حقونو او مدني ارزښتونو کلک مخالفين دي .
انور بری پال
کتونکی : محمد قاسم نوري