د لندن د المپیک د لوبو د پای مراسم
۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبهکه څه هم د لندن د المپیک په اړه د دغو لوبو تر پیلیدو پخوا اندیښنې موجودې وې، خو ښایي د لوبو تنظیمونکو خپلې دندې په ډیره ښه توگه ترسره کړي وي. د لندن د المپیک د لوبو د پیل مراسمو خو لا وختي ډیر خلک حیران کړي ول، خو د دغو لوبو د پای مراسم هم تر لومړیو څه کم نه ول.
دغه مراسم «د انگلیسي موسیقې یوه سیفوني» نومول شوي ول چې په ترڅ کې د انگلستان د تاریخ د بیلابیلو دورو موسیقي نندارې ته وړاندې شوه.
د دغو مراسمو د لیدو له پاره ۸۰۰۰۰ کسان ستیدیوم ته راغلي ول او نورو شاوخوا ۳۰۰ میلیونو کسانو د خپلو تلویزیونو له لاري دا پرتمين مراسم لیدل.
مراسم د لندن د لوی زنگ له اواز او د شکسپیر د ځینو لیکنو په ویلو پیل شول. همداراز د لندن د بیروبار د ساعتونو یو نمایش هم جوړ شوی وو چې د مراسمو په لومړیو شیبو کې نندارې ته وړاندې شو.
تر دې وروسته د انگلستان د موسیقې بیلابیل ډولونه وغږول شول. په دې مراسمو کې انگلیسي نومیالیو هنرمندانو لکه مدنیس، جورج مایکل فتبې سلیم هم گډون کړی وو.
د لندن د المپیک د لوبو د پای په مراسمو کې د سندرو تر څنگ ځینې موسیقي لرونکي ډرامې هم اجرا شوې. په پای کې د المپیک د لوبو چارواکو خبرې وکړې او له دې سره ئې د لندن د المپیک د لوبو رسمي پای اعلان کړ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل