د لغمان په مركز كې د الينګار پر سيند دوه پلونه جوړيږي
۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۵, سهشنبهد نوموړو پلونو په جوړيدو سره به د زرهاوه تنو هستوګنو خلكو ستونزې حل شي . د لغمان ولايت د كليو د پراختيا رياست پلان لري چې سږ كال څه د پاسه سل ټول ګټي پروژې د نوموړي ولايت په بيلابيلو ولسواليو كې پلي كړي . په دغو پلان شويو پروژو كې دوه سترې پروژې شاملې دي ، يوه پروژه د لغمان په مركز كې د الينګار پر سيند د دوه و پلونو جوړول او دويمه پروژه هم په نوموړي سيند د الينګار ولسوالۍ د چينچار په سيمه كې د يو لوى پل جوړول ده چې په راتلونكو نږدې څو ورځو كې به يې د جوړولو كارونه پيل شي .
د لمړۍ پروژې يعنې د لغمان په مركز كې د دوه و پلونو د جوړولو مالي لګښت د آلمان د تخنيكي مرستو د موسسې جي ، ټي ، زيټ لخوا وركول كيږي او د دويمې پروژې يعنې د الينګار د چينچار په سيمه كې د لوى پل د جوړولو مالي لګښت د نړيوال بانك لخوا وركول كيږي . د دواړو پروژو د سروې او ډيزاين پړاوونه بشپړ شوي او د جوړولو لپاره داوطلبۍ ته سپارل شوي دي چې وروسته له داوطلبۍ څخه به د ګټونكي شركت لخوا يې په نوموړو پروژو عملي كار پيل شي .
د لغمان ولايت د كليو د پراختيا رياست مشر محمد جعفر جبارخيل د لمړۍ پروژې په اړوند وايي چې : د لغمان د مركز د دغو دوه و پلونو د جوړولو په وړاندې ځني ستونزې موجودې وې چې اوس حل شوي او ډير ژر به يې عملي كارونه پيل شي .
جعفر جبارخيل د الينګار د ولسوالۍ د چينچار د پل په هكله وايي چې : د دغه پل د جوړيدولو لپاره ټول شرايط چمتو شوي . د جبارخيل په وينا د چينچار د پل د جوړولو غوښتنه د الينګار د ولسوالۍ د ټولو اوسيدونكو غوښتنه وه.
د جبارخيل په وينا د چينچار پل په جوړيدو سره به د الينګار د ولسوالۍ د بيلابيلو درو د هستوګنو ستونزې حل شي او دوى به وكولاى شي له ډيرې نږدې لارې څخه د لغمان ولايت له مركز سره ونښلي .
د الينګار د ولسوالۍ د نيازيو د كلي يو تن اوسيدونكى محمد داوود وايي چې د چينچار د پل په جوړيدو سره به د ډيرو خلكو ستونزې حل شي ځكه اوس د اړوندو شا او خوا سيمې خلك له سيند څخه تيريږي او چې اوبه ډيرې وي نو دوى مجبوره دي چې اوږده مزلونه وكړي تر څو ځانونه ، خوراكي توكي او كرهڼيز حاصلات مركز ته ورسوي د پل په جوړيدو سره به دغه ټولې ستونزې له منځه ولاړې شي او د خلكو په اقتصادي ژوند به مثبته اغيزه وكړي .
د لغمان ولايت د كليو د پراختيا د رييس په وينا د يادو شويو پروژو مالي لګښت تر اوسه ندى تثبيت شوى ځكه دواړه پروژې دواطلبۍ ته سپارل شوي او وروسته له دواطلبۍ څخه به يې د لګښت اندازه مالومه شي .
بری پال
کتوونکی: يحيي وردک