د لغمان ولایت مرکز مهترلام.
۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبهد امنیت انتقال په لمړی مرحله کی د لغمان ولایت مرکز مهترلام هم شامل دی. لغمان تقریبا 417000 تنه نفوس لري چي د هغی له جملی څخه 123000 تنه د لغمان په مرکز مهترلام ژوند کوي او 67.5 سلنه خلک یی د بی وزلی د کرښی څخه ښکته ژوند کوي.
د لغمان ولایت د والي ویاند فیض الله پټان په لغمان کی د داخلي او بهرنیو ځواکونو د شمیر ښولو څخه ډډه کوي خو وایی چي د لغمان ځایی چارواکو د ځواکونو د شمیر د ډیروالي خبره د انتقال کمیسون سره شریکه کړي ده. د پټان په وینا په هغه صورت کی که چیری دغه ولایت ته نور اضافی سرتیري و نه لیږل شي کیدای شی امنیتی وضعه خرابه شي. خو په وینا یی چی اوس د لغمان امنیتي وضعه ډاډمنه ده.
په لغمان ولایت کی امریکایی ځواکونه شتون لري. خو د مرکز څخه تر وتو وروسته به دغه ځواکونه یو څه برخه په علیشنګ ولسوالی او یو څه به د کابل ـ جلال آباد په لویه لاره ځای پر ځای کړای شي.