1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لزبون تړون عملي کيږي

۱۳۸۸ آذر ۱۰, سه‌شنبه

هرهغه څه چي داروپايي ټولني ديوو دولت نښه وه دانګلستان اود پو ليند دټينګېدو له امله دلزبون له تړون څخه وهل شويدي. په واقعيت کي اروپايي ټولنه هغه څه چي وه هماغسي د دولتونو داتحاد په حيث پاتي کيږي...

https://p.dw.com/p/Kmgl
دلزبون تړون چي تقريبا ۸کاله بحث پري شويدي داروپا پارلمان ته چي په مخامخ ډول دټولني دغړيو هيوادونو دوګړو لخوا ټاکل کيږي زيادتره نفوذ ورکول کيږي
دلزبون تړون چي تقريبا ۸کاله بحث پري شويدي داروپا پارلمان ته چي په مخامخ ډول دټولني دغړيو هيوادونو دوګړو لخوا ټاکل کيږي زيادتره نفوذ ورکول کيږيانځور: EC AV Service

دبرلين دهومبولت دپوهنتون داروپا دچارو کارپوه کريستوف ميولروايي لدينه داروپا اتحادي دولت نه جوړيږي .ميولر زياتوي:

يو ستر دولت داسي يو دولت دي چي له اروپايي ټولني سره سمون نلري. دا یوه ستره بيرو کراسي ده چي دغړيو هيوادونو نماينده ګي کوي ، اوپه هغه کي غړي هيوادونه ډير نفوذ لري دابه داسي يو له ډيرو هيوادونونه جوړ شوي اتحادي دولت وي چي روڼ به نوي اوټول به نه پوهيږي چي څه پکي تيريږي. اوپه ډيرو مواردوکي به له ديمو کرا سۍسره سمون ونلري کومه چي اوس داروپاييي ټولني په هرهيواد کي مو عادت ورسره کړيدي .خودابه له دي بيلو بيلو سره متحدو شويو دولتونونه توپير هم ولري.»

دلزبون تړون چي تقريبا ۸کاله بحث پري شويدي داروپا پارلمان ته چي په مخامخ ډول دټولني دغړيو هيوادونو دوګړو لخوا ټاکل کيږي زيادتره نفوذ ورکول کيږي . نودسیاست په ټولو ساحوکي به دارو بايي پارلمان غړي، د۲۷غړيو هيوادونو دنماينده ګانو چي دوزيرانو شورا ورته وايي په ګډه پريکړي وکوي .په اروپايي پارلمان کي دسوسيال ديموکرات دګوند وکيل اوداساسي قانون دجرګه ګۍ پخواني مشر يو لاينن لدي امله خوشحالي څرګندوي او وايي:

«اروپايي پارلمان ددي سمښت راوستونکي تړون ګټونکي دي. مونږ به له حکومتونو او دوزيرانوله شورا سره چي تراوسه يي په اروپايي ټولنه کي ډير قدرت درلوده په يوه سطحه کي يو.ددي خبري معني داده چي داروپاييټولني لخوا جوړ شوي قانونونه يوازي په هغه صورت کي چليږي چي اروبايي پارلمان يي تصويب کړي اودوګړو خونه يي ومني .»

دلزبون تړون نړۍ ته دوه نوي مهم کسان معرفي کړيدي.دبلجيم دحکومت پخواني مشر هرمن فان رومپوي د دونيموکالو لپاره داروپايي جرګي مشري په غاړه اخلي. دحکومتي اودولتي مشرانو داجرګه ګۍداروپايي هيوادونودتګ لوري په هکله پريکړي کوي. فان رومپوي دخپل منځګړي نقش په هکله وايي:

«دماشخصي نظر داروپايي جرګي دنظرنه ټيټ دي دامهمه نده چي زه څه فکرکوم دمانقش دادي چي په بيلو بيلو مسايلوکي هوکړي منځته راولم.»

کاترين اشتون اف اوفولند به داروپايي ټولني دبهرني اوامنيتي سياست چاري پرمخ بوزي . دا برتانوۍ هم لاپه نړيواله صحنه کي څوک نه پيژني .ددي دکاردوره ۵کاله ده انګليسانوددي په برخه کي دبهرنيو چارو دوزيري نوم رد کړ، ځکه چي لدينه زيادتره ديوو دولت بوي راته.

دلزبون تړون چي دوه کاله پخوا دپرتګال په پلازمينه کي لاسليک شويدي دهغو هيوادونو لپاره چي په اروبايي ټولنه کي دغړي کيدو لپاره کانديد دي مهم دي. کرواڅين او دبالقان دسيمي نور هيوادونه يوازي ددي تړون په اساس په اروپايي ټولنه کي غړي کيداي شي .په اروپايي ټولني کي دمفکورو منځته راوړونکي امانووليدس وايي:

«يو تړون دګډکار بنسټيزه ده خو دا داسي معني نلري چي يو ښه تړون به ښه ګډکار هم منځته راوړي .دازيادتره پدي پوري اړه لري چي داروپايي ټولني دغړيو هيوادونو تر منځ به په راتلونکي کي کوم تحرکونه منځ ته راشي اويا داسينور. تړون ډير مهم دي خويوازي تړون کفايت نکوي .»

Riegert, Bernd / رحيله اميري

کتونکی. زيارمل