1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لبنان د ماليې پخوانی وزير ووژل سو

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۶, جمعه

د جمعې په ورځ سهار د لبنان په پلازمېنه بيروت کي د يوه موټر بم په چاودنه کي د دغه هيواد د ماليې پخواني وزير محمد شطح، ووژل سو. په دغه چاودنه کي ۴ تنه نور هم وژل سوي او نزدې ۵۰ تنه ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1AhRW
انځور: Reuters

له بيروت څخه د رسنيو د راپور له مخي دغه چاودنه چي د جمعې په ورځ سهار (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۷) د لبنان د حکومت و ناستون ته نژدې سوې ده، سخت ځاني او مالي زيان اړولی دی. پخوانی وزير شطح، د لبنان د پخواني لومړي وزير سعد حريري مشاور او د سوريې د اپوزيسيون سخت ملاتړ کوونکی وو.

د «ANI» خبري آژانس د راپور له مخي پر شطح باندي په داسي حال کي بريد سوی دی چي د حريري کور ته روان وو، چيري چي په پلان کي وه چي د مارچ مياشتي د ۱۴نېټې د غونډي په اړه د سوريې د مخالفينو د ايتلاف غړي سره راټولېدل.

د ايتلاف غړو دغه خبر تاييد کړی دی. د حريري پلار، رفيق حريري چي يو سوداګر او با نفوذه سياستوال وو د ۲۰۰۵ کال په فيبرورۍ مياشت کي له ۲۲ تنو سره يو ځای په بيروت کي د موټر بم په چاودنه کي ووژل سو. د حريري پلويانو هغه مهال د بريد پړه د سورې پر رژيم باندي واچوله.

د لبنان تلويزيون د نن ورځي د چاودني له سيمي څخه داسي انځورنه خپاره کړه چي په سيمه کي موټرو اور اخيستي دی خلک پر سړکانو هري خواته پراته دي او فضا تور دود نيولې ده. چاودنه د دغه هيواد په زړه کي د پارلمان ودانۍ ته نژدې په داسي سيمه کي رامنځته سوې ده چي ډېري پلورنځۍ او د خلکو بېرو بار وي.

اقتصاد پوه محمد شطح، د پخواني لومړي وزير حريري او د هغه د سلف فواد سينيوره، د مشارو په توګه دنده تر سره کړې وه. هغه دغه راز يو وخت په واشنګټن کي د لبنان سفير هم وو. شطح تر خپل مرګ یو ساعت دمخه د تويتر ټولنيزي شبکې له لاري په لبنان کي د حزب الله پر ډلي باندي سختي نيوکي کړي وې.

روان کال په بيروت کي ډيري چاودني تر سره سوي دي. د دغو چاودنو ډيره برخه د بيروت د جنوب په هغه سيمه کی سوي دي چي د حزب الله د ډلي ځای بلل کيږي.

د حزب الله ډله د سوريې په کورني جنګ کي د بشارالاسد ځواکونو په پلوي جنګيږي. په بيروت کي د روان کال د نومبر مياشتي په نيمايي کي د ايران پر سفارت باندي په بريد کي چي نزدې ۲۰ تنه انسانان ووژل سول پړه يې د سوريې د ياغيانو يوې ډلې پر غاړه واخيسته.