د لاهور سکس بازار «هيرا منډي» نن او پرون
«هیرا منډي» چې یو وخت د هنر او نڅا مرکز وو، اوس یې د نوم له اوریدو سره سم د انسان په ذهن کې د جسم فروشۍ موضوع ورګرځي. دا چي هيرا منډي له نڅا محفلونو څخه د جسم فروشۍ بازار باندي څنګه بدل شو، راپور يې دلته ولولئ:
بريتانوی واک
په پاکستان کې د پنجاب ایالت مرکز لاهور «ریډ لائټ» يا جسم فروشۍ په څیر ساحه کې چې په شپاړسمه پیړۍ کې مغل حکمرانانو آباده کړې وه، تر یوې اندازې د بریتانوي حاکمیت او اوس په دې وروستیو کې د پاکستاني ټولنې اسلامي کیدو په نتیجه کې خپله اصلي بڼه له لاسه ورکړې.
چي نړۍ بيده وي
نیمه شپه ده، خو د پاکستان په ختیځ ښار لاهور کې واقع د حسن بازار په تنګو کوڅو کې اوس ورځ نوې پيل شوې ده. په داسې حال کې چې نوره نړۍ ویده ده دلته د هیرا منډي هټۍ وال خپل دوکانونه سینګاروي. په فضاء کې خپریدونکې نازکه موسیقي، ښایسته لباسونه، په بالکنونو کې ولاړۍ نجونې، او مشتریانو ته د سودا وړاندیز کونکي دلالان، دا بازار په خپل ځان کې د جنوبي آسیا د ریډلائن يا جسم فروشۍ سیمو ټول خصوصیات لري.
مغل حکمرانان
په دې بازار کې هر لور ته د ګلانو دوکانونه لیدل کیږي. رقاصو او یا جسم خرڅونکو نجونو ته د ګلانو سوغات وړاندې کول د دې ځای پخوانی دود دی. د مغلي حکمرانۍ پر مهال رامنځته شوې دغه سیمه به یو وخت د موسیقي غږونکو او رقاصو مرکز وو. په هغه وخت کې دلته جسم فروشي نه کیدله، خو دلته د میشتو کسانو په حواله اوس د دې بازار بڼه بدله شوې ده.
پخوانی شان و شوکت
د بازار په دې بیروبار کې یوه پخوانۍ رقاصه روبینه طارق د کوڅې په یو کونج کې پر یوې دراز چوکۍ ناسته ده او خپل پخوانی شان او شوکت را په یادوي. روبینه چې اوس پنځوس کلنه ده وایې چې یو وخت د دې ځای ډیره مشهوره طوائفه یا رقاصه وه. روبینه چې په تازه پیغلتوب کې لاهور ته له نږدې ښار اوکاړه څخه دلته راغلې وه، وايي: «رقاصو د جسم خرڅونې دنده اختیار کړی ده، اوس دلته هیڅ رقاصه نه ده پاتې.»
شپاړسمه عيسوي پيړۍ
په شپاړسمه عیسوي پيړۍ کې د مغلیانو په دور کې د هندوستان په مختلفو سیمو کې د هیرا منډي په شکل علاقې د اشرافو خلکو له پاره دودیزې مجرې او د نڅا پروګرامونو د جوړولو مرکزونه ول. چارواکو او حکمرانانو به خپل زامن د معزرو خلکو د ادب او احترام زده کولو له پاره دغو رقاصو ته استول. خو تر راتګ وروسته په خلکو کې د دودیزې مجرې یا نڅا کونکو او جسم خرڅونکو رقاصو تر منځ توپیر کول ختم شول.
جسم فروشي د انګرېز پوځيانو له پاره
په لاهور کې د نشنل کالج او ارټس څخه سونم ملک وایې: «طوائف یا رقاصې به نه یوازې ښایسته وې، بلکې د رقص، موسیقۍ او شاعرۍ په برخه کې به هم ډیر رسیدلي وې. د هیرا منډي رول تر بریتانوي حمکرانۍ وروسته بدل شو، کله چې بریتانوي چارواکو دا د خپلو پوځیانو له پاره د جسم فروشۍ پر اډو بدلول شروع کړ. په ۱۸ بیړۍ کې لا زیات تغیر هغه وخت رامنځته شو، کله چې حکومت دلته په مذهبي لحاظ د بندیزونو لګولو لړۍ پیل کړه.»
دوبۍ او ورته ځايونه
په مالیزیا او دوبئ کې د رقص پروګرامونو جوړونکې سونم ملک وایې: «زه پوهیږم چې دوبۍ ته ورته ځایونو کې د جنسي استفادې سره مخامخ کیدو خطر شته. خو دا بیا هم ماته د منلو وړ دی، ځکه په دې پوهیږم چې بالاخره پر ما به هم زما د مور په شان چې په هیرا منډي کې نڅا کونکې وه، د جسم خرڅونکي ټاپه ولګول شي.»
سينما کي بدلون
په داسي حال کي چي پخوا لاهور د پاکستان د فلمي صنعت مرکز ؤ او دلته هنري او زیات ليدونکي لرونکي فلمونه جوړېدل، خو اوس دغه فلمي صنعت هم تقريبا له منځه تللی دی. زيات کتونکي وايي چي هغه فلمونه چي اوس په لاهور کي جوړيږي، زياتره يې له هنري اړخه هومره ټيټه سويه لري، لکه د هيرا منډي سويه چي ټيټه سوې ده.