1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«شعیه ښځي دي بې محرمه حج ته پریښول شي»

۱۳۹۵ مرداد ۱۳, چهارشنبه

د لاهور ستري محکمې د مذهبي چارو وزارت ته امر کړی دی چې هغو شعیه میرمنو ته دې هم د حج کولو اجازه ورکړي چې محرم نه لري. دغو میرمنو شکایت کړی وو چې له دوی سره امتیازي چلند کیږي.

https://p.dw.com/p/1JaMA
انځور: Reuters

په ۲۰۱۳م کال کې د پاکستان د «اسلامي ایډیالوژۍ شورا» د پریکړې پر بنسټ ښځو بې له شرعي محرم څخه نه شوای کولای د حج فریضې ادا کولو له پاره سعودي عربستان ته سفر وکړي. مخکې تر دې د مذهبي چارو وزارت محکمې ته ویلي ول چې د هغه چارواکي په گومارلو کې به وخت ته ضرورت ولري، چا چې دغه قانون تصویب کړی وو.

اوس محکمې د مذهبي چارو وزارت ته امر کړی چې سږ کال دې د شعیه میرمنو د حج غوښتنلیکونه ومني. محکمې همدارنگه د دې قضیې په هکله د محکمې جریان یا استماعیه غونډه د اکتوبر میاشتې تر ۱۴ نیټې پورې ځنډولی ده.

قاضۍ عائشه ای ملک، د یوې داسې قضیې جریان پر مخ وړي چې په ترڅ کې یې دعوی شوی ده چې د مذهبي چارو وزارت له خوا د شعیه اتباعو په ځانگړي توگه شعیه ښځو سره له امتیازي چلند څخه کار اخیستل کیږي.

د تیرې استماعیه غونډې په ترڅ کې د مذهبي چارو وزارت محکمې ته ویلي وو چې د حج په پالیسۍ کې د «اسلامي ایډیالوژۍ شورای» هیڅ ډول داخالت نه لري نو له همدې امله د حج په پالیسې کې حتی د دغې شورای نوم هم نه دی لیکل شوی.

په پاکستان کي د هندوانو ډله ايز واده

وروسته تر دې بیا محکمې ویلي وو چې د هغو چارواکو نومونه دې وویل شي، کوم چې په دې پریکړه کې لاس لري.

د عارض یا دعوای کوونکي ښځې مدافع وکیلۍ معصومه زهرا بخاري، په خپله عریضه کې لیکلي دي چې په دې برخه کې «اسلامي ایډیالوژۍ شورای» یوه مشوره ورکونکی اداره وه او تر هغه وخته پورې د هغه پر سپارښتنو عمل نه شي کیدای، تر څو چې قانوني حیثیت یې نه وي ترلاسه کړی.

خو دا هم ویل شوي دي چې په «اسلامي ایډیالوژۍ شورای» کې د جعفریه فقې استازو هم په دې برخه کې خپل اختلاف نظر لیکلی وو.

د مدعۍ یا عریضه کونکۍ میرمنه وایې چې د مذهبي چارو وزارت ورسره له امتیازي چلند څخه کار اخیستی دی. د هغې په خبره د حج له پاره د هغو شعیه میرمنو غوښتنلیکونه ردیږي چې محرم نه لري. نوموړۍ عارضې له محکمې څخه د داسې حکم صادرولو غوښتنه کړی چې له مخې یې د شعیه اتباعو پریکړې دې د جعفريه فقې پر بنسټ وشي.