1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لامپېدوسا ټاپو ته څېرمه د ۱۸ کډوالو مړینه

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۲, یکشنبه

د ایټالې ساحل لامپېدوسا ته څېرمه د کډوالو یوه بله غمیزه پېښه شوې ده. سمندري ځواکونو په یوه کوچنۍ کښتۍ کې د ۱۸ کسانو مړي موندلي دي. په تیرو څو ورځو کې له ۳۵۰۰ څخه زیات کډوال له کښتیو څخه ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CzyZ
انځور: picture alliance / ROPI

د «انسا» په نوم خبري آژانس او نورو ایټالوي رسنیو خبر ورکړی دی دغه کوچنۍ کښتۍ چې د لمپېدوسا ساحل ته څیرمه په سمندر کې له یوه بیړني حالت سره مخ شوې وه، د سمندري ځواکونو د «زیریو» نومې بیړۍ له لورې کشف شوې ده. د رپوټونو له مخې د دغې بیړۍ ماشین خراب شوی وو. سمندري ځواکونو د ۱۸ جسدونو تر څنگ ۷۳ انسانان ژوندي ژغورلي دي. د سمندري ځواکونو د وینا له مخې دغه کډوال له شمالي افریقا څخه د اروپا پر لور د حرکت په حال کې وو. زیاته شوې ده چې په کښتۍ کې موندل شوي ټول جسدونه د نارینه وو دي.

په وروستیو ورځو کې سمندري ځواکونو، ساحلي ساتونکو او تجارتي بیړیو د سیسیلیا او لېبیا تر منځ په اوبو کې په زرگونو کډوال چې غوښتل یې ایټالیې ته ځانونه ورسوي ژغورلي دي. د تیرې جمعې له ورځې راهیسې د دغو کډوالو شمیر شاوخوا ۳۵۰۰ کسانو ته رسیږي. د رپوټونو له مخې د یکشنبې په ورځ ۲۱۵ تنه چې په کې ۵۵ ښځې او ۳۸ ټیټ عمر لرونکي کسان شامل دي د سمندري ځواکونو د یوې بیړۍ له لوري ژغورل شوي دي.

د ایټالې سمندري ځواکونه له میاشتو راهیسې د مدیترانې په سمندرگي کې د «مارې نوستروم» په یو نوم ماموریت پیل کړی دی چې موخه یې د سمندر څارل دي. دغه ماموریت په ۲۰۱۳م کال کې په سمندرگي کې د سلگونو کډوالو د ډوبیدو وروسته پېل شو. دغو کسانو غوښتل چې ځانونه د اوبو له لارې اروپا ته ورسوي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال د پېل راهیسې تر سلو زرو (۱۰۰۰۰۰) زیاتو انسانانو د سمندر له لارې ځانونه ایټالې ته رسولي دي.