1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لامبو حوض ته د نارينه مهاجرو پر ورتگ بنديز

۱۳۹۴ دی ۲۵, جمعه

د آلمان د «بورن هايم» ښار اعلان کړی دئ، چي تر دې وروسته د دغه ښار د لامبو سرپوښلي حوض ته نارينه مهاجر د ورتگ اجازه نه لري. د دې لارښووني دليل د مهاجرو له خوا د ښځو جنسي آزار ښوول سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1HeKO
Deutschland städtisches Schwimmbad in Bornheim Badeverbot für männliche Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/H. Kaiser

د آلمان په کولن ښار کي د نوي کال د شپې تر پېښي وروسته ورځ تر بلي نوي مقررات رامنځ ته کيږي. هره ورځ په رسنيو کي د دې موضوع په اړه د ښارواليو له خوا د نوو مقرراتو خبري کيږي.

د آلمان د شپېگل انلاين په تازه خبر کي چي د جمعې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۱۵مه) خپور سوی دئ راغلي دي چي د «برن هايم» ښار چي د کولن او بون ښارونو ترمنځ پروت دئ د يوه سرپوښلي حوض مسئولانو ويلي دي چي نور به دغه د لامبو حوض ته نارينه مهاجر نه پرېږدي.

د دغه راپور پر اساس د دې پريکړه دليل هغه شکايتونه ښوول سوي چي دغه حوض ته ورغلو ښځو او د حوض ښځينه کارکوونکو د مهاجرو له خوا د جنسي زهيروني په برخه کي کړي دي.

د دغه ښار ښاروالۍ د ټولنيزو چارو سلاکار ويلي دي چي دغه حوض ته نژدې د مهاجرو يو کمپ سته او له دغه کمپه به نارينه مهاجر دغه حوض ته ورغلي وي او ښځي به ئې زهيرولي وي. دغه پريکړه ښاروالۍ کړې ده.

سلاکار کارکوس شناپکا، ويلي دي چي د دغو نارينه وو کړه وړه مجاز نه دي او د کمپ د نارينه وو له پاره دغه ممانعت په حقيقت کي دوی ته د يوه پيغام رسول دي چي ځانونه سم کړي. هغه وخت چي د ښاروالۍ د ټولنيزو چارو اداره موږ ته ووايي چي زموږ پيغام دوی ته رسېدلی او دغه شان کارونه بیا نه کوي دغه ممانعت به بيرته لغو سي.