1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لاتين امريکا او اروپايي ټولني د مشرانو غونډه پای ته ورسېده

۱۳۹۱ بهمن ۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17Sk2

د چلي هیواد په پلازمینه سانتیاگو کې د اروپايي اتحادیې او لاتین امریکا او کارابین د سیمي د دولتونو سرمشریزه د اروپا د مالي کړکېچ د پای ته رسولو له پاره د یوې گډې همکارۍ په غوښتنې سره پای ته ورسیده. د چلي ولسمشر سیبسټیان پېنیرا وویل کله چې د نړۍ نیمایي په رکود کې ژوند وکړي پاته نیمایي نه شي کولای په پايښت لرونکي توگه خپلې اقتصادي ودې ته دوام ورکړي. د آلمان صدراعظمې انگيلا میرکل د لاتین امریکا له هیوادونو څخه وغوښتل چې د خپل آزاد تجارت ساحه د اروپا سره هم سطحي کړي. د اروپايي اتحادیې د شورا مشر هیرمن فان رمپوي د اروپا او لاتین امریکا تر منځ د گډو ارزښتونو پر سر ټینگار وکړ.