1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د لاتري ویزې ترلاسه کولو سربیره امریکا ته ونه رسیدل»

۱۳۹۶ مرداد ۹, دوشنبه

د یمن حکومت له امریکا څخه غوښتي دي چې هغه په لسګونه یمني اتباع دې په خپل هیواد کې ومني، کوم چې د لاتري ویزې په ګټلو بریالي شوي، خو د ولسمشر ترامپ له خوا د نافذ شوی سفري بندیز له امله بند پاتې دي.

https://p.dw.com/p/2hSfm
Stempel visum Symbolbild zu strengen Einreisekontrollen in die USA, picture symbolising strict control for entering the USA
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTO

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترامپ خپل هیواد ته د شپږ اکثریت مسلمان میشته هیوادونو د اتباعو پر سفر موقتي بندیز لګولی دی چې یمن هم یو له دغو هیوادونو څخه دی. 

ماتحت محکمو د ولسمشر د دغه فرمان د عملي کیدو مخه نیولې وه، خو د امریکا سترې محکمې دا په جزوي توګه ومنله. د سترې محکمې په پریکړه کې راغلي چې د ولسمشر د فرمان اطلاق پر هغو کسانو نه کیږي چې نږې عزیز یا خپلوان کې په امریکا کې میشت او یا د دغه هیواد تابعیت لري.

د سترې محکمې تر دې پریکړې وروسته، امریکا ته په دغه بندیز کې د شاملو هیوادونو اتباعو په ورتګ کې د پام وړ کموالی لیدل کیږي چې په اړه یې تل خبرونه خپریږي. خو له دغې پریکړې څخه د اغیزمن شوو کسانو هغه ډله هم شته چې په هکله یې په رسنیو کې هیڅ نه ویل کیږي.

دا هغه کسان دي چې تیر کال د امریکا لاتري ویزې په ترلاسه کولو بریالي شوي دي او یوازې یې باید د ګرین کارډ له پاره عریضه کړې وای، خو د ترمپ ۹۰ ورځني موقتي بندیز امریکا ته د دوی ورتګ ستونزمن کړی دی.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ دغه نوي ورځنی بندیز په امریکا کې د دوی د پاتې کیدو له پاره د ګرین کارډ ترلاسه کولو له وروستي معیاد یا نیټې څخه یوازې دری ورځې مخکې پاتی ته رسیږي. په داسې حال کې چې په دومره لنډه موده کې به ناممکن وي چې د امریکا سفارت وکولی شي دغو ټولو کسانو ته ویزې ورکړي.

د امریکا حکومت له خوا دغو کسانو ته چې د لاتري ویزې په ترلاسه کولو بریالي شوي یو تازه ایمل استول شوي چې په کې لیکل شوي دي: «د سفري بندیز له امله ممکن تاسې ته ویره درنه کړای شي.»

هر کال د نړۍ له مختلفو برخو څخه شاوخوا ۱۴ میلیونه انسانان د لاتري ویزې له پاره د د امریکا حکومت ته خپل غوښتلیکونه وړاندې کوي.

په ۲۰۱۵ م کال کې د دې پروګرام له لارې نږدې ۵۰ زره کسان د ګرین کارډ په ترلاسه کولو بریالي شول.