1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د كابل د بګراميو د ګلبتې سړك كار پيل شو

۱۳۸۸ مرداد ۲۸, چهارشنبه

دغه سړك چې نوموړى كلى د بګراميو له مركز سره نښلوي، ۴۶۳۹ متره اوږد والى او ۶ متره سور لري، چې په ټول سړك جغل اچول كيږي. د نوموړي پروژې كار د ملي پيوستون د پروګرام لخوا پرمخ وړل كيږي.

https://p.dw.com/p/JDzB
انځور: DW

د سړك جوړيدو مالي لګښت يو ميليونه او پنځه سوه زرو افغانيوته رسيږي چې د ملي پيوستون د پروګرام له بودجې څخه وركول كيږي او د سيمې خلكو هم لس سلنه ونډه اخيستې ده.

د پروژې كار به په راتلوكو دريو مياشتوكې بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي. د دې سړك په جوړيدو سره به د ۶۷۱ كورنيو ستونزې حل شي.

په نوموړي سړك كې درې پل ګوټي او نهه بلولونه هم جوړيږي. د بګراميو ولسوالۍ د ملي پيوستون د پروګرام مسوول اسدالله صافى وايي چې د دغې پروژې په بشپړيدو سره به د ۶۷۱ كورنيو ترانسپورتي ستونزې حل شي. د صافي په وينا د ګلبتې د سيمې اوسيدونكي د سړك د خرابوالۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. په نوموړي كلي كې خلك په كرهڼيزو چارو بوخت دي د سړك د خرابوالي له امله نه يواځې داچې دوى ښارونوته خپل د كرهڼيزو محصولاتو په ليږدولو كې ستونزې لري بلكې د ژوند په نورو اړخونو كې هم له ستونزو سره مخامخ كيږي.

د نوموړي كلي اوسيدونكي وايي كله چې د ملي پيوستون د پروګرام لخوا د دوى په كلي كې د بيارغونې كارونه پيل شول دوى په همدې هيله ؤ چې د ګلبتې د سړك د جوړيدو كار پيل شي خو اوس د دغه كلي وګړنيزې شورا په دې سلا شول چې د سړك د جوړيدو په هكله يو ګډ وړانديز د ملي پيوستون پروګرام ته وړاندې كړي او د ملي پيوستون له اړخه هم د دوى وړانديز ومنل شو.

د ګلبتې د كلي اوسيدونكى ګلاب خان وايي چې د كلي ځينې خلك د سړك د خرابوالي له وجې نه غواړي چې پخپلو ځمكو كې تركاري وكري خو كله چې سړك جوړ شي دوى به تركاري وكري او خامخا به د دوى په اقتصادي ژوند اغيزه ولري ځكه د سړك د جوړيدو په صورت كې دوى په آسانه كولاى شي خپل كرهڼيز محصولات ښارونو ته ورسوي.

په همدې ډول د بګراميو د ولسوالۍ د ګلبتې د كلي يو بل تن اوسيدونكى وايي چې: د سړك د خرابوالۍ له امله د كلي اوسيدونكي د ولسوالۍ مركز ته د تګ او راتګ په برخه كې ستونزې لري چې د سړك په جوړيدو سره به د خلكو دغه ستونزه حل شي .

د بګراميو د ولسوالۍ د ملي پيوستون د پروګرام مسوول اسدالله صافى وايي چې، د ګلبتې د سړك د جوړيدو كار به د پلان له مخې په دريو راتلونكو مياشتو كې بشپړ شي او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

انور برى پال

کتونکی: يحيی وردک