د قفقاز پر بحران سربيره د جرمني او روسيې دحکومتونو سرمشريزه
۱۳۸۷ مهر ۱۱, پنجشنبهخو کله چه نن د لسمي پلا دپاره په سانت پيترس بورګ کي جرمني - روسي حکومتی سرمشريزه جوړيږي ، نو د جرمني د کابينې يوازي 6 وزيران په هغه کښي برخه اخلي . د قفقاز تر بحران وروسته ددواړو هيوادو تر منځ مناسبات اوس لا هم عادي سوي ندي . په دغو مشورو کښي چه په هغه کي د جرمني خارجه وزير فرانک والټر سټاین ماير هم شرکت کوي ، پداسي حالت کي تر سره کيږي ، چه د اروپايي ټولني د ناظرينو يو هيیت چه په هغه کي 25 تنه جرمنيان هم دي،په ګرجستان کي خپل ماموريت شروع کوي ، تر څو روسان لس ورځي وخت ولري ، چه خپلي قواوي د جنوبي اوزيزيستان خواته پر شا کي .
د فرانسې د جمهوررييس نيکولا سرکوزي او روسېې دجمهوررييس ديمتري میدویدیف تر منځ معامله سوي تړون مراعتول ،هغه شرط دی ، چه اروپايي ټولنه کيدای سي ، د اکتوبر په سرمشريزه کي د روسيې د ګډ کار د يوه تړون په باب بيرته خبري شروع کي . پدې باب د جرمني د صدارت دخارجی چارو د شعبې مشر ،کريستوف هويسګين وايي چي،«طبعأ د قفقاز اوګرجستان موضوعګاني به بيا هم د ورځي موضوعګاني وي ، خو موږ بايد هير نکو چه د روسيې سره په روابطو کي ډيري نوري موضوعګاني هم شاملي دي . د قفقاز د بحران په جريان کي زموږ تر منځ اقتصادی روابطو ښه انکشاف کاوه ، او اوس به هغه نور هم انکشاف وکي ، چه د قفقاز بحران نبايد هغه تر خپلي سايې لاندي ونيسي . »
د جرمني اقتصاد تر دغي سرمشريزي وروسته د يوې مثبتي ودي انتظار کوي . ځکه چه جرمني د روسيې مهم خارجی تجارتي ملګری دی ، او برعکس بيا روسيه اروپا ته د انرژۍ د ليږلو مهم صادرونکی هيواد دی .
پر دغه سرمشريزه باندي يوه تازه او د ورځي موضوع هم تحميل سوې ده ، او هغه داچه روسيه هم د بين امللي اقتصادی- مالي بحران څخه متأثره سوې ده ، او د روسيې د اسهامو په بازار کښي سهمونو خپل نيمايی ارزښت دلاسه ورکړی دی .
څنګه چه صدراعظمه انګيلا ميرکل هميشه ددې طرفداره وه،او ده ، چي د ديپلوماتيکي روابطو په بحراني حالاتو کي هم نبايد روابط قطع سي ، نو به دغه سرمشزريزه د بيرته نژدې کيدو يوه نخښه او علامه وګرزي .