د قطر په مشرۍ کي بدلون
۱۳۹۲ تیر ۴, سهشنبهشېخ حامد بن خليفه الثاني په يوه تلويزيوني وينا کي اعلان وکړ، چي اوس هغه وخت رارسېدلی دئ چي «نوی فصل پيل سي».
پر دې سربيره امير وويل: غواړي چي «مسئولیت نوي نسل ته وسپاري». وليعهد شېخ تميم بن حامد الخليفه چي ۳۳ کلن دئ، د سيمه ييزو مشرانو په پرتله ډېر ځوان دئ.
په عربي نړۍ کي دا لومړی وار دئ چي يو مشر داوطلبانه خپل واک سپاري. د قطر امير چي تر اوسه ئې هم د قدرت واگي په لاس کي ده په ۱۹۵۲ کال کي زېږېدلی دئ او په ۱۹۹۵ کال کي د يوې کودتا په ترڅ کي واک ته ورسېد د مدرن قطر ميمار بلل کيږي.
د هغه د شل کلني واکمني پر مهال په خلج کي دغه کوچنی هيواد د سرشاره طبيعي گازو د زېرمو په خاطر په نړيواله کچه يو مهم هيواد وگرځېد.
د دغه هيواد د الجزيرې په نامه تلويزيوني شبکه اوس په عربي نړۍ کي يو له مهمو خبر رسولو له شبکو څخه ده. قطر دغه راز د سورې او ليبيا په کړکېچونو کي يو ډير مهم رول لوبولی دئ.
په دې وروستيو څو اونيو کي د قطر امير د ناروغۍ خبري کېداې او ويل کېده چي کيدای سي د سياست له ډگره ليري سي.
شېخ تميم په ۱۹۸۰ کال کي زېږېدلی دئ او د امير د دوهمي ماينې دوهم زوی دئ. هغه خپلي لوړي زده کړي د بريتانيا په «سند هورست» پوځي اکاډمۍ کي تر سره کړي دي.
شېخ تميم يو تکړه افسر او د خپل هیواد د وسله وال ځواک د عمومي قوماندان مرستيال هم دئ. هغه دغه راز په ۲۰۲۲ کال کي په دغه هيواد کي د فوټبال د نړيوال جام د سياليو د ترسره کېدو د کمېټې مشري هم پرغاړه لري.
ديپلوماتان وايي، چي پلار ئې په درو وروستيو کلونو کي هغه ته ډير پوځي واکونو ورکړي ول. تمه ده چي امير به اوس هم د پردې ترشا يو بانفوذه رول ولري.