1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قطر د دفتر په اړه د کیري او کرزي خبري

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۳۰, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د یوه تلیفوني تماس په ترڅ کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو او وروستیو تحولاتو په اړه خبرې اتري کړي دي.

https://p.dw.com/p/18svA
U.S. Secretary of State John Kerry walks into a meeting with Afghanistan's President Hamid Karzai at the Presidential Palace in Kabul, March 25, 2013. Kerry made an unannounced visit to Afghanistan on Monday. REUTERS/Jason Reed (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)
US-Außenminister Kerry zu Besuch in Afghanistanانځور: Reuters

د افغان ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې په دغه تلیفوني اړیکه کې کیري ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړی دی چې په قطر کي يې د طالبانو له دفتره د اسلامي امارت په نوم لوحه لیرې کړې ده او دغه دفتر یوازې د طالبانو له لوري د سولې د خبرو اترو له پاره کارول کیږي.

په خبر پاڼه کي راغلي دي چي جان کیري وویل، چې د قطر هیواد په دې اړه اعلامیه خپره کړې ده او د امریکا متحده ایالات هم یوه اعلامیه خپروي. زیاته شوې ده چې جان کیري پر دې خبره ټینګا وکړ چې هیواد یې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه له افغانستان سره کومې ژمنې کړي دي، په جدي توګه د هغې پابند دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتر څخه په خپره سوې خبر پاڼه کي د کرزي په حواله راغلي دي چي په دغه تلیفوني تماس کې دا خبره په ډاګه شوې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو د څرنګوالي په اړه غبرګونونه، شدیدا منفي ول.

زیاته شوې ده چې ولسمشر د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل چې د نوو تحولاتو، په شمول د اسلامي امارت د لوحې لیري کول باید په نړیواله کچه د رسنیو له لارې انعکاس پیدا کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي تیره ورځ د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې خبري تحریم کړې وې. افغان چارواکي په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستلو په غوسه کړي دي، هغوی وایي چې امریکایانو له خپلې هغې ژمنه څخه سرغړونه کړې ده، چې ویلي یې ول یاغیانو ته به رسمي موقف ور نه کړي.

افغان ولسمشر تیره ورځ ویلي ول «تر هغه چې د سولې دغه پروسه د افغانانو په مشرۍ نه وي، د سولې عالي شورا به په قطر کې په خبرو اترو کې برخه وا نه اخلي.»

د سه شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو اعلان وکړ چې د دواړو خواوو استازي به په راتلونکو څو ورځو کې د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې خبري اتري پیل کړي.

د رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکي، داسې ښکاري چې ولسمشر کرزی ښایي له دې امله انديښمن وي چې طالبان په قطر کې دغه دفتر د سفارت او یا په تبعید کې د حکومت د مرکز په توګه وکاروي.

کله چې د سه شنبې په ورځ د طالبانو استازي په دغه دفتر کې راڅرګند شول نو پر دفتر د اسلامي امارت لوحه ځړیدلې وه. دا هغه نوم دی چې له ۱۹۹۶کال څخه ۲۰۰۱کاله پوري د طالبانو د خپلې واکمنۍ پر وخت کاراوه.

یوه افغان چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «امریکایي چارواکو موږ ته ویلي ول چې دغه دفتر به د سولي د خبرو اترو د پرمختګ له پاره وي، نه هغوی ته د شناخت ورکولو له پاره.» دغه چارواکي زیاته کړې ده: «د اسلامي امارت نوم او بیرغ هغه څه وو چې موږ یې توقع نه درلوده.»

امریکایي او افغان چارواکو ویلي دي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، له ولسمشر حامد کرزي سره د سه شنبې په شپه او د چهارشنبې په ورځ د دغه شخړې د راکمولو له پاره تلیفوني اړیکه نیولې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې Jen Psaki ویلي دي چې کیري افغان ولسمشر ته وویل «چې د قطر حکومت په هغو اقداماتو لاس پوری کړی دی چې د دې ضمانت ورکوي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د هغو شرایطو پر بنسټ کار کوي چې د قطر حکومت ورته ټاکلي دي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات دغه ویاندې زیاته کړې ده چې د قطر هیواد «د ناسم نوم لوحه بیرته لیري کړې ده.»

په عین وخت کې ښایي چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ په دوحه کې د پنجشنبې په ورځ تر سره کیدونکي احتمالي خبرې اترې یو څو ورځې شا ته شوي وي.

یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته د نوم د نه اخيستلو په شرط ویلي دي چې ښایي لومړنۍ خبرې اترې «په راتلونکو څو ورځو» کې تر سره شي.

انديښنې او امیدونه

په همدې حال کي د افغانستان عادي خلک د سولې د خبرو اترو د پیلیدو هر کلی کوي، خو دوی هغه سوله نه غواړي چې دا هیواد د تیرو کلونو په شان هرڅه له لاسه ورکړي.

د شکیب په نوم د کابل یو تن اوسیدونکی وایي چي تر مخه بیلا بیلو ډلو غوښتل چي له طالبانو سره خبري وکړي، خو دغي ډلي کومه مشخصه پته نه درلوده. هغه وايي: «افغانستان سولي ته اړتیا لري، طالبانو مخکي کوم آدرس نه لاره خو اوس دا کار د ملت په ګټه دئ چي دغه خبري اتري مثبتي پایلي ولري.»

خو د فرهاد په نوم د کابل یو بل تن اوسیدونکی بيا وایي چي په قطر کي د طالبانو له پاره کوم دفتر چي جوړ سوی دئ، له افغان دولت سره همغږی نه دئ، بلکي د هغه په وینا یو بیل دفتر دئ.