1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قره باغ په نښته کي مرګ ژوبله رامنځ ته سوه

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۱۱, شنبه

د ارمنستان او آذربايجان د امنيتي ځواکونو تر منځ د قره باغ د سيمي پر سر بيا نښتي رامنځ ته سوي دي. د راپورونو پر اساس په دغو نښتو کي دواړو اړخونو ته د مرګ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/1Cnoz
انځور: picture alliance/ZB

د ارمنستان او آذربايجان د دفاعي چارو وزارتونه تائيدوي چي د امنيتي ځواکونو تر منځ يې نښتي رامنځ ته سوي دي. خو دا چي دغه نښتي ولي او څنګه رامنځ ته سوې په هکله يې دواړه اړخونه بېل او متفاوت معلومات ورکوي. په دغو نښتو کي د مرګ ژوبلي د شمېرو په تړاو هم دواړه اړخونه متفاوت خبرونه ورکوي.

په لانجه کي ښکېل دواړه اړخونه يو پر بل تور لګوي چي تر ټاکل سوو پولو يې تېری کړی دی. دواړه اړخونه ياده سيمه د ځان بولي. که څه هم د قره باغ سیمه د ارمنستان تر کنترول لاندې ده، خو نړۍ والو تر اوسه دغه سيمه د ارمنستان د برخي په توګه په رسميت نه ده پېژندلې.

ياده سيمه په ختيځ کي د اذربايجان، په لوېديځ کي ارمنستان او په سويل کي د ايران سره پولي لري. په داسي حال کي چي د يادي سيمي شاوخوا کنټرول د ارمنستان د ځواکونو په لاس کي دی، په منځ کي يې د «ناګورنو قره باغ» یا په اصطلاح «غرنی قره باغ» یو کوچنی جمهوريت دی، چي په نړۍ واله توګه په رسميت نه دی پېژندل سوی. په نوموړې سيمه کي د ارمنيايانو اکثريت دی خو آذربايجان یی هم د دغې سیمې د ملکيت دعوا کوي.

«وران کاري کوونکي کوماندو»

د آذربايجان د دفاعي چارو وزارت ويلي دي چي «تېری کوونکي او ورانکارې کوماندو» له ارمنستان څخه د آذربايجان پولو ته اوښتي دي. زياته سوې چي د جمعې په ماخستن د دغه ادعا سوي تېري وروسته د دواړو اړخونو تر منځ وسله واله نښته رامنځ ته سوه.

د اذربايجان په وينا ور اوښتي عسکر يې د وسله والې نښتي په ترڅ کي بېرته پر شا وتمبول. یاد وزارت ویلي دي چي دواړو اړخونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د APA خبري آژانس د خبر له مخي په ياده نښته کي د اذربايجان ۸ عسکر وژل سوي دي. دغه خبري آژانس د اذربايجان حکومت ته نژدې بلل کيږي.

له بل اړخه د ارمنستان د دفاع وزارت ويلي دي چي «ورانکارې ډلو» هڅه وکړه چي د اذربايجان څخه د ارمنستان و قره باغ سيمي ته واوړي. زياته سوې چي د ارمنستان ځواکونو د اذربايجان ۱۴ عسکر وژلي او يو شمېر نور یې ژوبل کړي دي. د ارمنستان د معلوماتو پر اساس په دغه نښته کي د هغوی عسکرو ته تاوان نه دی اوښتی.

د دې څخه تر مخه د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۳۱مه) پر ياده پوله د آذربايجان دوه عسکرو وژل سوي ول. آذربايجان په خپل غبرګون کي پر ارمنستان د قايم اوربند څخه د سرغړاوي تور لګولی ؤ.

نا حل سوې لانجه

ارمنستان پر آذربايجان تور لګوي چي د څو کالو راهيسي د خپل پوځ په لا مجهز کولو بوخت دی، چي په دې توګه غواړي د قره باغ غرنۍ سيمه بېرته ونيسي. آذربايجان په زياته اندازه تېل لرونکی يو هيواد دی، چي اقتصادي وضعه يې ښه ده.

د قره باغ غرنۍ سيمه چيري چي د ارمنيانو اکثريت دی، د شوروي په وختونو کي د اذربايجان د جمهوريت یوه برخه ګرځول سوې وه. د دغې سيمي پر سر په ۱۹۸۸م کال د دواړو هيوادونو تر منځ جګړه رامنځ ته سوه چي پکښي تر ۳۰۰۰۰ څخه زيات انسانان ووژل سول او په سلهاؤ زره نور د خپلو سيمو څخه وشړل سول. دغه جګړه په ۱۹۹۴م کال له یو اوربند سره ودرول سوه.

د قرباغ غرنۍ سيمي د دغې لانجې په بهیر کي خپله خپلواکي اعلان کړه. خو تر اوسه دغه جمهوريت په نړۍ واله توګه په رسميت نه دی پېژندل سوی. پخپله ارمنستان هم دغه جمهوريت په رسيمت نه دی پېژندلی. د يادي سيمي پر سر وخت ناوخته د ارمنستان او اذربايجان د عسکرو تر منځ نښتي د مرګ ژوبلو سبب ګرځي.

په ياده لانجه کی روسيه د ارمنستان ملاتړ کوي. د دغه لانجې د هوارۍ لپاره تر اوسه د فرانسې، روسيې او امريکا د متحده ايالتونو په منځګړيتوب هلي ځلي نه دي بريالۍ سوي.